د لاس رسي وړ اتصالات

تیر کال په نړۍ کې څه دپاسه ٣١١٧ کسان اعدام شوي


د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغان دولت د ۲۰۱۶ عیسوي کال کې ۶ تنه اعدام کړي او لږ تر لږه ۴ نورو ته یې د اعدام سزا اورولې ده
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغان دولت د ۲۰۱۶ عیسوي کال کې ۶ تنه اعدام کړي او لږ تر لږه ۴ نورو ته یې د اعدام سزا اورولې ده

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په ٢٠١٦ کې د نړۍ په ٥٥ هیوادونو کې ٣١١٧ کسان اعدام شوي دي.​

چین، ایران، سعودي عربستان او پاکستان هغه هېوادونه ښودل شوي چې تېرکال یې ډېر کسان اعدام کړي دي.

په چین کې په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ د بل هر هیواد په پرتله زیات کسان اعدام شوي، په داسې حال کې چې د امریکا په متحده ایالاتو کې لږ کسان اعدام شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې په ٢٠١٦ کې څه دپاسه ٩٠ په سلو کې اعدامونه یواځې په پنځو هیوادونو - چین، ایران، سعودي عربستان، عراق او پاکستان – کې شوي دي.

افغانستان

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې څه باندې ٦۰٠ تنه په اعدام محکوم شوي دي. په دغه رپوټ کې راغلي، چې افغان دولت د ۲۰۱۶ کال د مۍ په میاشت کې شپږ تنه اعدام کړي او لږ تر لږه څلورو نورو ته یې د اعدام سزا اورولې ده.

د دغه رپوټ له مخې محکمو دغه کسان د تروریستي جرمونو په تور په مرګ محکوم کړي وو خو څلورو نورو کسانو ته بیا د قتل او اختطاف په پېښو کې تور د اعدام سزا اورول شوې ده. د بخښنې نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې "لږ تر لږه ۶۰۰ تنه د ۲۰۱۶ کال تر پایه د اعدام د حکم لاندې وو."

له دې مخکې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ۱۳۹۵ کال د جوزا په میاشت کې د بشري حقونو په اړه د افغانستان او اروپايي اتحادیې په یوې غونډه کې ویلي وو، چې په اعدام باندې د محکومو کسانو له ډلې یې د څه باندې ۷۰۰ کسانو دوسیې د امضا لپاره ولسمشر غني ته استول شوي دي.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان قوانین د "اسلامي فقهې" په اساس د عادلانه، منصفانه او ناپیلو محکمو له لورې یو شمېر کسانو ته سخته سزا ټاکل مجاز گڼلي دي.

ښاغلي مرتضوي د بخښنې د نړیوال سازمان د رپوټ په اړه نظر څرگند نه کړ خو وویل "د دولت ټوله هڅه داده چې د هیواد په عدلي او قضایي سیستم کې لازم اصلاحات راشي".

چین

د بخښنې د نړیوال سازمان د ختیځې اسیا د برخې مسؤل نیکولا بکلین، ویلي دي چې چین غواړي په دغه برخه کې مخکښ رول ولري، خو دهغه په وینا د اعدام له درکه بیجینگ په ډیره بده بڼه د نړۍ د اعدام کوونکو هیوادونو په سرکې دی.

ښاغلي بلکین په چین کې مخ په ډیریدونکو اعدامونو ته په اشارې وویل "بل هیڅ هیواد په دې کچه خلک نه اعداموي. هیڅوک دومره په پټه خلک نه اعداموي. هیڅ هیواد په دومره چټکۍ سره د اعدام سزا نه پلې کوي".

د معلوماتو سرچینه: د بخښنې نړیوال سازمان
د معلوماتو سرچینه: د بخښنې نړیوال سازمان

چینایي مقامات هیڅکله د اعدام شویو کسانو دقیقې شمیرې نه اعلانوي او هغه د دولت محرمیت گڼي، خو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې تیر کال په چین کې ٣٠٥ تنه اعدام شوي دي، په داسې حال کې چې یواځې ٢٦ اعدامونه په رسمي توگه د چین د حکومت په معلوماتي بانک کې ثبت شوي دي.

په دې رپوټ کې د ٢٠١٦ کال د جنورۍ تر پایه پورې د نړۍ په ٥٥ هیوادونو کې د اعدام په اړه معلومات راټول شوي. ایران څه باندې ٥۶۷ کسان اعدام کړي او په دغه لست کې دویم ځای لري.

امریکا

د امریکا متحده ایالات په تیره یوه لسیزه کې د لومړي ځل لپاره د پنځو هغو هیوادونو له لست څخه وتلي چې په کې زیات اعدامونه کیږي. تیر کال په امریکا کې یواځې ٢٠ تنه اعدام شوي دي.

تر ټولو زیات شمیر اعدامونه په دوو ایالتونو جورجیا او تگزاس کې شوي دي، په داسې حال کې چې د امریکا په ١٩ نورو ایالتونو کې د مرگ سزا نه شته.

په متحده ایالاتو کې د مرگ د سزا په هکله عامه ملاتړ هم د تیرو څلور لسیزو په پرتله راکم شوی دی. د پیو د څیړنیز مرکز د شمیرو له مخې په ٢٠١٦ کې یواځې ۴٩ فیصده امریکایان د مرگ د سزا د پلي کیدو پلوي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه رپوټ د دولتونو او رسنیو د رسمي رپوټونو، پر اعدام د محکوم شوو کسانو، د هغوی کورنیو او مدني ټولنې سره د مرکو له لارې چمتو برابر کړی دی.

XS
SM
MD
LG