د لاس رسي وړ اتصالات

بخښني نړیوال سازمان: د ایران امنیتي‌ ځواکونو د زاهدان مظاهرو کې ۸۲ تنه وژلي  


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان وايي‌ چې د ایران امنیتي ځواکونو د سیستان-بلوچستان د زاهدان په ښار کې د سپتمبر له ۳۰ نېټې راپدیخوا، چې اته ورځې کېږي، په مظاهرو کې لږ تر لږه ۸۲ تنه وژلي دي.

دغه سازمان نن پنجشنبه اکتوبر شپږمه (تله۱۴) وویل چې د ایران امنیتي ځواکونو د زاهدان په ښار کې د تېرې جمعې له لمانځه وروسته په یوې مظاهرې کې د ماشومانو په ګډون ۶۶ تنه ووژل.

دغه سازمان وايي چې له هماغې ورځې راهېسې د ایران امنیتي‌ ځواکونو د مظاهرو د ځپلو په ترڅ کې ۱۶ تنه نور هم وژلي دي او ښايي د وژل شویو ارقام تر دې هم لوړ وي.

په ایران کې د دغه هېواد د «اخلاقي پولیسو» په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته مظاهرې پیل شوې، خو په زاهدان کې په یوې ماشومې باندې د پولیسو د یو قومندان له لوري د جنسي تېري د راپور له خپرېدو وروسته خلکو مظاهره پيل کړه.

د فرانسې خبري اژانس د دغه سازمان په حواله لیکلي‌ دي چې امنیتي ځواکونو د پولیسو د یوې حوزې په مخکې په راټولو شویو مظاهره کوونکو باندې اوښکې بهونکي ګاز او فلزي مرمۍ کارولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان اعلامیه وايي چې د دغه سازمان له لوري«راټول شوي شواهد ښيي چې اکثریت خلک په سر، زړه، غاړه او بدن باندې په مرمیو ویشتل شوي او دا د دغو خلکو د وژلو او ژوبلولو اراده څرګندوي.»

وايي د پولیسو د حوزې له بام څخه په خلکو ډزې شوي او د سپتمبر د ۳۰ نېټې په مظاهرې کې درې ماشومان هم وژل شوي دي.

د ایران چارواکي دا نا امني د پولیسو په مرکزونو باندې د «افراطیانو» بریدونه بللي چې په کې د ایران د انقلابي ګارد پنځه غړي هم وژل شوي دي. خو د بخښنې نړیوال سازمان وايي‌ چې د دوی شواهد ښيي‌ چې ځینو مظاهره کوونکو په پولیسو باندې ډبرې وار کړي او له دې پرته د مظاهره کوونکو له لوري امنیتي ځواکونو ته هېڅ کوم بل خطر ندی متوجه شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران کې له څو ورځو راهېسې مظاهرې روانې دي چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. ایراني مقاماتو ویلي چې د مظاهره کوونکو په ضد به اقدامات کوي، اکثریت مظاهره کوونکې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG