د لاس رسي وړ اتصالات

رئیسي ایران کې د مظاهره کوونکو په وړاندې د پریکنده اقدام خبرداری ورکړ


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ (تلې پنځمه) د مهسا امیني تر وژل کیدو وروسته په هغه هیواد کې د میرمنو په مشرۍ له تاوتریخوالو څخه ډکې مظاهرې وغندلې او د هغو کسانو په وړاندې یې د پریکنده اقدام خبر ورکړ چې په دې مظاهرو کې یې برخه اخیستې ده.

رئیسي په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل:" کومو کسانو چې په بلوا کې برخه اخیستې باید ورسره جدي چلند وشي، دا د خلکو غوښتنه ده."

نوموړي زیاته کړه، د خلکو خوندیتوب د ایران د اسلامي جمهوري سره کرښه ده او هیڅوک حق نلري چې قانون څخه سرغړونه وکړي او بلوا رامنځ ته کړي.

د ایران دغه فوق العاده محافظه کار ولسمشر څرګنده کړه:" دښمن ملي یووالي په نښه کړی او غواړي چې خلک د یو بل په مقابل کې راپورته کړي."

۲۲ کلنه کردۍ مهسا امنیتي د حجاب د نه مراعت کولو په تور له نیول کیدو درې ورځې وروسته، د سپټمبر په ۱۶ نیته، په داسې حال کې مړه شوه چې د پولیسو په قید کې وه.

رئیسي زیاته کړه، ملت د امیني په مړینه خواشینی شوی او عدلي طب او د قضایه قوې متخصصین به ډیر ژر په دې اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړي، خو نوموړي خبرداری ورکړی چې "مظاهرې او بلوا توپیر سره لري."

دا د دریو کلونو راپدیخوا لومړی ځل دی چې د ایران په بیلابیلو برخو کې پراخې مظاهرې پیل شوي او مظاهره کوونکي د "ښځې، ژوند او آزادۍ" بیلابیل شعارونه ورکوي.

میرمنو په دغو مظاهرو کې خپلو ټکریو ته اور اچولی او وریښتان یې لنډ کړي دي.

ایران د عراق په شمال کې د "انقلاب ضد" کردي ډلو په ګډون بهرنۍ کړۍ په نارامنیو کې په لاس لرلو کې ښکیلې بولي.

ایران د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ د عراق پر کرد میشتو سیمو د راکټونو او ډرون الوتکو بریدونه وکړل چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول. ایران وایي چې په یاده سیمه کې میشتې کرډي ډلې په ایران کې نارامنیو ته لمن وهي.

دا بریدونه په عراق کې د ملګرو ملتونو د ماموریت له خوا وغندل شول او د عراق حکومت د ایران سفیر احضار کړم.

د بشري حقونو د ملاتړ ډلې وایي چې په ایران کې د مظاهرو د ځپلو په لړ کې تر اوسه کابو ۷۶ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG