د لاس رسي وړ اتصالات

د لوی اختر د لمانځه پر مهال ارګ سره نږدې توغندي لګیدلي


ارګ کې د اختر لمونځ وشو
ارګ کې د اختر لمونځ وشو

د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن د سه شنبې په ورځ د جولای ۲۰ ( چنګاښ ۲۹) د کابل ښار له درییمې ناحیې څخه درې توغندي د کابل ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه ویشتل شوي چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس چاته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.

. د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د درییمې ناحیې د پروان مینې د ۱۸ مې کوڅې څخه د یو کرولا تیزرفتار موټر څخه درې توغندي په لومړۍ ناحیه د باغ علي مردان، حضوري چمن او د دویمې ناحیې د بشري منابعو په دفتر ویشتل شوي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی.

د دغو توعندیو یو یې په ارګ کې د لوی اختر لمونځ د ادا کولو پر مهال د جمهوري ریاست مانۍ سره نږدې پریوتی، خو د اختر د لمانځه مراسم نه دي ګډوډ کړي.

په ارګ کې د لوی اختر د لمونځه مراسم، چې د ملي تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریدل د لمانځه مراسمو پر مهال د څو توغندیو د لګیدلو اواز واوریدل شو، خو د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون د افغان حکومت یو شمیر لوړ پوړو چارواکو او د حکومت څخه بهر یو شمیر سیاسي مشرانو، پرته د کوم ځنډ څخه لمونځ ادا کړ.

جمهور رئیس اشرف غني د اختر د لمانځه وروسته ملت په وینا کې د توغندیو د ویشتلو مسئلې یادونه وکړه او ويې ویل هغوی غوښتل چې د توغندیو په برید د لمونځ مراسم ګډوډ کړي.

ښاغلي غني وویل: " دا هیواد په توغندیو نه شئ نیولی ... په یو ملي بهیر کې شامل شئ، خلکو ته قناعت ورکړئ بیا ګورئ چې خلک له تاسو څنګه قهرمانان جوړوي."

جمهور رئیس غني وویل چې طالبانو د توغندیو په ویشتلو د مرګ پیغام ورکوي خو زیاته یې کړه، چې د افغان حکومت پیغام د زوند پیغام دی".

تراوسه کومې ډلې د دغو توغندیو د ویشتلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG