امریکایي مسلمانانې د متحده ایالاتو په مختلفو ایالتونو کې اختر ته تیاری نیسي.
د نیویارک په بروکلین کې یوه ارایشگاه چې یواځې ښځینه مشتریانې لري د چارشنبې له ورځې نه تر نن جمعې پورې په لسگونو مشتریانې درلودې چې وایي د اختر لپاره سینگار کوي.
په بروکلین کې د له جمالیک په نامه د سینگار ځای او پلورنځي خاونده یمنۍ امریکایي هدی قوحشي نومیږي چې د سینگار متخصصه هم ده.
د ښکلا او سینگار دغه سالون ٣٧ کلنې هودا قوحشي د نیویارک په بروکلین کې د روان کال په جنورۍ کې پرانست.
د هدی قوحشي یوه پیرودونکې شاهده نومیږي چې د نیویارک د یو پوهنتون محصله ده. هغه وایي "تیرکال له روژې یوه اونۍ دمخه مې داسې حس کړل چې حجاب پر سر کړم".
شهاده فلسطینۍ امریکایي ده او د خپلو دوو خویندو او ترور سره دې سالون ته راغلې چې د اختر لپاره ځانونه سینگار کړي. دوی دوه کاله مخکې په یو واده کې میرمن قوحشي پیژندلې وه، کله چې هغې ناوې سینگاروله.
میرمن قوحشي وایي په یمن کې ښځې په بهر کې کار نه کوي او هغه داسې فکر نشي کولای چې هلته به ورته دا امکان مساعد شوی وای چې داسې یو سالون یې جوړ کړی وای چې مسلمانې میرمنې په کې سینگار وکړي.
میرمن قوحشي وایي په دوو ورځو کې یې ۴٨ مشتریانې درلودې چې د اختر لپاره یې ځاونه سینگارول.
د سالون یوه مشتري شهاده وایي اکثر ارایشگاوی په عمومي توگه د ښځو لپاره نه دي" مونږ دلته د ارامۍ احساس کوو".
د پیو څیړنیز مرکز د احصایي له مخې د امریکا په متحده ایالاتو کې شاوخوا ٣،٣ میلیونه مسلمانان اوسیږي چې اکثر یې په خاصو مراسمو سره اختر لمانځي.
میرمن قوحشي وایي د روژې په پیل کې یې مشتریان کم شوي وو او آرامه آرامي وه. هغه وایي فکر یې کاوه چې په روژه کې خپل دکان وتړي. خو یو ناڅاپه یې دومره تقاضاوی ترلاسه کړې چې ډیر مشتریان یې ځواب کړل.
ددې سالون مشتریانې ویښتان رنگوي، ویښتان جوړوي او یا هم ځان سینگاروي. سالون یو پلورنځۍ هم لري چې هلته پیرودونکې کولای شي ډول ډول ټیکري، حجابونه او کالي واخلي. دوی د نکریزو ایښودلو او د لاسونو او پښو د ښکلي کولو امکانات هم لري.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په گډون په اکثرو اسلامي هیوادونو کې اختر په پوره شور او زوږ سره لمانځل کیږي. هلته هم نجونې او ښځې نکریزې ږدي، سینگار کوي او نوي کالي اغوندي. په ځنگړې توگه اختر د ماشومانو لپاره خورا په زړه پورې وي.
په اخترونو او نورو خاصو ورځو کې د امریکا په گوټ گوټ کې د مختلفو ملیتونو خلک خپلو ځانگړو پلورنځیو ته ځي او د خپل دود دستور سره سم سوداگانې کوي.
په امریکا کې اوسیدونکي افغانان هم خپلې مذهبي او کلتوري ورځې لمانځي. د اختر په لومړی ورځ په سلگونو افغانان سره یوځای د اختر لمونځ ادا کوي، ځانگړي محفلونه جوړوي او راشه درشه کوي.