د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد او میلر د پاکستان د پوځ مشر سره د افغانستان په سوله غږېدلي


عکس (ارشیف) زلمی خلیلزاد سره پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پرمهال.
عکس (ارشیف) زلمی خلیلزاد سره پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پرمهال.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ میلر له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې بهیر په اړه غږېدلي.

په اسلام اباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د پنجشبنې په ورځ ناوخته اکتوبر ۸(تلې۱۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد پاکستان ته د سفر پرمهال د هغه هیواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدنه کې د افغان سولې بهیر پرمختګ کې د هغه هیواد له مرستې څخه د منننۍ ترڅنګ ټينګار کړی چې تیرې تیروتنې باید تکارار نشي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "هغه[خلیلزاد] او جنرال باجوه د نظر یووالی درلود چې د بین الافغاني مذاکراتو مخامخ پيلېدل په افغانستان کې د سولې ټینګېدو او سیمې لپاره یو تاریخي فرصت دی. هغوی همدارنګه موافق و چې دغه فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي او تیرې تېروتنې باید تکرار نشي."

د بیان له مخې زلمي خلیلزاد او سکاټ میلر له قمر جاوید باجوه سره لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو هم ټینګار کړی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت په اعلامیه کې راغلي: "هغوی په دغه لیدنه کې همدارنګه افغانستان ته د لومړي وزیر عمران خان د راتلونکي سفر او د سولې تر موافقې وروسته د افغانستان او پاکستان د اړیکو لارښود نقشې په اړه هم خبرې کړي دي."

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال سیمې ته خپل سفرونه پيل کړي چې د تیرې سپټمبر میاشتې له ۱۲ مې نېټې راپدېخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراټي ټېمونو ترمنځ د سولې مخامخ مذاکرات پرانیستل شوي، خو د دواړو لورو تماس ډلې لا تر دا مهاله د اجنډا د کاري طرزالعمل په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG