د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره ټلیفوني خبرو کې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي چې د دوی د لومړنیو معلوماتو په اساس په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور سلسله علي خېل نه وه تښتول شوې او ویلي چې هندي استخباراتو دغه موضوع غټه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې محمد حنیف اتمر له محمود قریشي سره تیلیفوني خبرو کې ویلي چې غیر مسلکي څرګندونې او له وخت مخکې قضاوت دوه اړخیزو اړیکو او د روانو څېړنو پایلو ته چې تر اوسه لا بشپړ شوې نه دي زیان رسوي.
د اعلامیې له مخې حنیف اتمر ویلي چې افغانستان د څېړنو پر مخ وړلو او د تورنو کسانو نیولو او محاکمې کې له پاکستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ټاکل شوې په دې اړه یو پلاوی اسلام اباد ته سفر هم وکړي. د بیان له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ډاډ ورکړی چې د افغان سفیر د لور د تښتونې قضیه به جدي وڅېړل شي.
قریشي ویلي چې په دې اړه څېړنې به ژر بشپړې او د پایلو تر معلومېدو وروسته به اجراآت وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ته په هغه هیواد کې د افغان دپلوماتو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی.
د تیرې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل د لور سلسله علي خيل د تښتونې او زورېدو پېښې پراخ غبرګونونه را وپارول.
د افغانستان حکومت د یادې قضیې په غبرګون کې له اسلام اباد څخه خپل سفیر او ارشد دپلوماتان هم کابل ته راغوښتي دي.