د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د افغانستان د سفیر اختطاف شوې لور خوشې شوې ده


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغانستان د دپلوماتانو د امنیت په اړه اندېښنمن دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغانستان د دپلوماتانو د امنیت په اړه اندېښنمن دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نامعلومو کسانو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور «سلسله علي خېل» تښتولې وه.

د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه جولاۍ ۱۷ (چنګاښ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي‌ چې دا پېښه تېره ورځ شوې ده. وايي هغه کور ته په لار وه چې وتښتول شوه او اوس د اختطافچیانو له منګولو څخه ژغورل شوې ده.

د سفارت اعلامیه وايي چې اختطافچیانو «سلسه علي خېل» ربړولې هم ده او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغانستان د دپلوماتانو،‌ د هغوی د کورنیو د غړو او کارکوونکو د امنیت او مصونیت په اړه «ژوره خواشينې» ښودلې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی او په دې اړه یې ورته خپل اعتراض او ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، « د پاکستان له حکومت څخه غواړي‌ چې د بین المللي میثاقونو او ژمنو په اساس، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او قونسلګری، د دپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د غړو د بشپړ امنیت په اړې دې لازم او عاجل اقدام وکړي».

وزارت وايي چې دا مسئله یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې ده او د اختطافچیانو د ژر تر ژره نیولو او سزا ورکولو غوښتنه یې هم ترې کړې ده.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت وايي چې صدراعظم عمران خان د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې دا قضیه جدي وڅېړي او په پېښه کې دخیل کسان ونیسي.

پاکستاني چارواکي وايي چې صدراعظم د کورنیو چارو وزارت ترڅنګ د اسلام اباد پولیسو ته هم دنده سپارلې چې په ۴۸ ساعتونو کې دننه دې دا کسان ونیسي.‌

XS
SM
MD
LG