د لاس رسي وړ اتصالات

عطانور: د حیرتان له ګمرکاتو پیسې نه پورته کوم


د بلخ والي هغه راپور بې بنسټه ادعا بللی چې وايي دی د حیرتانو له ګمرکاتو نه هرکال ۹۰ میلیون ډالر ځانته اخلي.

د ایکانمست مجلې لیکلي چې عطامحمد نور هرکال د بلخ ولایت د حیرتانو له ګمرکاتو نه شاوخوا ۹۰ میلیون ډالره ځانته پورته کوي. دغې برتانوي رسنۍ لیکلي چې ښاغلی نور د همدغه ټول ځاني اقتصادي ګټو له کبله د بلخ له ولایت نه لاس نه اخلي.

ولسمشر محمد اشرف غني تیر میلادي کال عطامحمد نور د بلخ له ولایت نه ګوښه کړ، خو نوموړي د ارګ فرمان رد کړی او ویلي چې ولسمشر غني د هغه د ګوښه کولو مشروعیت او واک نلري.

د ایکانمست راپور ته په غبرګونه کې د یکشنبې په ورځ ښاغلي نور پر ټویټر لیکلي چې ایکانمست د ده په اړه بې بنسټه ادعا خپره کړې ده. «محترم اډیټران باید دغه غلط تور سم کړي.» نور دغه راز لیکلي چې د حیرتانو کلنی عاید شاوخوا ۸۰ میلیون ډالرو ته رسیږي او دا چې په ۲۰۱۶ کال کې د ګمرکاتو عواید ۶۰ سلنه زیات شول.

ښاغلي نور دا هم نه دي ویلي چې د بلخ د ګمرکاتو عایدات کابل ته انتقالیږي کنه؟

ایکانمست دغه راز لیکلي چې د بلخ والي هڅه کوي چې د افغانستان د پښتنو او نورو توکمونو تر منځ ناندرې او شخړې رامنځته کړي او پدې توګه خپل اقتدار وساتي. ښاغلی نور پداسې حال کې چې د بلخ والي‌ دی، د جمعیت اسلامي د ګوند اجرايي‌ مشر هم دی.‌

عطامحمدنور که څه هم د ګمرکاتو نه ځانته د عوایدو اخیستل رد کړي، خو د توکمیزو شخړو د رامنځته کولو د ادعا په اړه یې څه ندي لیکلي.

XS
SM
MD
LG