د لاس رسي وړ اتصالات

د هرمز په تنګي کې د تیلو پر دوو ټانکرو برید شوی


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د جاپان د تجارت وزارت وايي د هرمز تنګي ته نژدې په نښه شوي ټانکرونو جاپان ته تیل لیږدول.

پر دغو دوو ټانکرو باندې برید شوی دی. برید داسې مهال شوی چې د ایران ولسمشر ایات الله علي خامنه اي د جاپان له صدراعظم شینزو آبه سره په ملاقات بوخت وو.

ویل کیږي چې د دغو تیل لېږدوونکو بېړیو لسګونه علمیه ژغورل شوې ده. لا د برید څرنګوالی معلوم نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپل ټویټر کې لیکي دي چې دا پېښه یوه مشکوکه پېښه ده، خو نور معلومات یې ورنکړل. تر دې دمه کومې ډلې ددغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په تېرو وروستیو څو میاشتو کې د فارس په خلیج کې پر ځینو تیل لېږدوونکو ټانکرو بریدونه شوي دی. امریکا او ځینې عرب هېوادونه ایران تورنوي چې دا بریدونه یې کړي دی.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر ویلي دي چې هېواد يې د اتومي وسلو جوړولو ته لیوال نه دی خو که یې وغواړي امریکا هېڅ هم نشي کولی.

XS
SM
MD
LG