د لاس رسي وړ اتصالات

حقیقت موندونکی پلاوی: د تیلو په ټانکرونو برید "یو دولت پورې مربوط کسانو" کړی


د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ناروی یو گډ پلاوي ویلي دي د هغوی لومړنۍ پلټنې ښیي چې "په یو هیواد پورې مربوطو عواملو" د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې د تیلو په ټانکرونو باندې تیره میاشت برید کړی و.

دغه پلاوي پدې هکله یوه گډه اعلامیه خپره کړې او هغه یې د ملگرو ملتونو سازمان ته سپارلې ده.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د لومړنیو پلټنو په اساس تیزرفتاره بېړیو، غواصان دې بېړیو ته نژدې رسولي او هغوی د اوبو بمونه پدغو ټانکرونو کې ځای پر ځای کړي دي.

اعلامیه وایي: "سره له دې چې پلټنې لا روانې دي، خو دغه اطلاعات ښیي چې ټول څلور بریدونه د پیچلو او سازمان شويو عملیاتو یوه برخه وه چې د پام وړ اجرایي ظرفیت لرونکو عواملو – په ډیر احتمال په یو هیواد پورې مربوطو عواملو – له خوا اجرا شوې دي".

که څه هم چې دغه پلاوي پدې هکله د کوم ځانگړي هیواد نوم ندی یاد کړی، خو په ملگرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر ویلي دي، ټول شواهد ښیي چې ایران ددغه برید تر شا دی.

په ملگرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر عبدالله المعلمي خبریالانو ته وویل "مونږ پدې باور یو چې ایران ددغو اعمالو مسؤل دی. پدې هکله هیڅ شک نلرو. زمونږ په باور ددغې ادعا لپاره پوره شواهد شته."

له دې دمخه امریکایي مقاماتو هم پر ایران باندې ورته تورونه لگولي وو.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتن، تیره میاشت ابوظبی ته د سفر پر وخت ویلي وو "څرگنده ده چې ایران ددغو بریدونو تر شا ولاړ دی."

ایران دغه تورونه رد کړي او هغه یې د امریکا د تبلیغاتو یوه برخه گڼلې ده.

د عربي متحده اماراتو په سواحلو کې تیر میاشت پر څلور ټانکرونو باندې بریدونه په څه کم یو ساعت کې وشول.

پدغو حملو کې د سعودي عربستان د تیلو دوه ټانکرونه، د عربي متحده اماراتو یو ټانکر تاو همداشان د ناروی پورې مربوط د تیلو پو ټانکر په نښه شوي وو.

XS
SM
MD
LG