د لاس رسي وړ اتصالات

پر کابل پوهنتون برید؛ نن سې شنبه افغانستان کې ملي ماتم دی


پر کابل پوهنتون برید په پراخه کچه غندل شوی دی
پر کابل پوهنتون برید په پراخه کچه غندل شوی دی

افغان حکومت پر کابل پوهنتون تر پروني برید وروسته په ویر کې نن سې شنبه په ټول هیواد ملي ماتم اعلان کړی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې له هیواد څخه بهر سیاسي نمایندګیو ته هم لارښوونه شوې چې بیرغونه نیمه ځوړند او د قران عظيم الشأن ختمونه وکړي.

پرون دوشنبه نومبر ۲مه پر کابل پوهنتون په وسله وال برید کې د افغان چارواکو په وینا ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.

د افغان چارواکو په وینا د پېښې اکثره قربانیان محصلین او د پوهنتون استادان دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره شپه یاد برید وغندی او له عاملینو څخه یې د غچ اخیستلو ژمنه وکړه.

ښاغلي غني وویل: "د افغانستان وحشي دښمن ته وایم چې بې غچه نه پاتې کیږئ، زموږ د دغو معصومو شهېدانو او اولادونو د سپېڅلیو وینو غچ به خامخا او په څو چنده درنه واخیستل شي. زموږ مېړني ځواکونه مو هر ځای لټوي او له منځه وړي."

وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او داعش ډلې مسؤلیت منلی دی.

پر کابل پوهنتون برید ته غبرګونونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د اسلامي همکاریو سازمان پر کابل پوهنتون برید غندلی دی.

یوناما په دې اړه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:"يوناما دکابل پر پوهنتون ننی ټکان ورکونکی بريد غندي. پر پوهنتون او ښوونځي دغه ډول وحشي تاوتریخوالی په هيڅ ډول د توجيه وړ ندی. موږ د قربانيانو له کورنيو او دوستانو سره د زړه له کومې خواخوږي ښيو."

د اسلامي همکاریو سازمان هم دغه برید غندلی او د افغانستان له حکومت او پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پر کابل پوهنتون برید جنګي جنایت بللی او له حکومت څخه یې د عاملینو د پیدا کولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG