د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: پر کابل پوهنتون برید طالبانو کړی، طالبان: داعش کړی


کابل پوهنتون دروازه
کابل پوهنتون دروازه

د افغان حکومت دوه لوړپوړي چارواکي پر کابل پوهنتون برید د وسله والو طالبانو کار بولي.

دغه برید چې ۲۲ تنه محصلین پکې ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول، مسؤلیت داعش وسله والې ډلې منلی دی.

خو د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د دې لپاره چې ثابته شي دغه برید طالبانو کړی لسګونه ثبونه شته.

امرالله صالح نن سې شنبه نومبر دریمه (لړم ۱۳) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: "د دې لپاره چې دا جنایت په داعش ډلې پورې وتړل شي، یوازې یوه اعلامیه په هیڅ ډول نشي کولای له دې تورې او بدې ګناه څخه د لاس او وجدان پاک کړي."

هغه ویلي چې پر کابل پوهنتون پرونیو بریدګرو د حقاني شبکې له تکتیک څخه کار اخیستی دی.

امرالله صالح د برید په سیمه کې د طالبانو د سپین بیرغ شتون، او پر دېوالونو د اسلامي امارت شعارونه لیکل هغه څه بولي چې یاد برید د طالبانو کار دی.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال حمدالله محب هم ویلي چې طالبان نشي کولای د یوې اعلامیې په خپرولو سره له دغه "جنایت" څخه برائت تر لاسه کړي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې د ښاغلي محب له قوله راغلي: "طالبان که ومني یا نه د ولسي خلکو د وژلو اصلي لاملین دي."

خو وسله والو طالبانو تیره ورځ په کابل پوهنتون کې تر ډزو سم دستي وروسته وویل چې دغه برید په دوی پورې اړه نه لري.

دغه ډلې نن سې شنبه په دې اړه دوو نورو اعلامیو کې په دغه برید کې پر خپل نه لاس لرلو ټینګار کړی او دغه برید یې د داعش وسله والې ډلې کار بللی دی.

وسله والو طالبانو د برید په سیمه کې د هغوی د بیرغ شتون او پر دېوال شعارونه لیکل پر خپل ضد صحنه سازي بللې ده.

XS
SM
MD
LG