د متحده ایالاتو روغتیایی چارواکي وايي د جنوبي کارولینا ایالت په یوې قصابۍ کې یې د "لیونۍ غوا ناروغۍ" یوه غیر معمولي قضیه موندلې ده.
د امریکا د زراعت وزارت د جمعې د ورځې می ۱۹ (غوايي ۲۹) په اعلامیه کې ویل شوي چې "په ناروغۍ اخته څاروی حلال شوی ندی او ورڅخه په متحده ایالاتو کې د خواړو رسولو شبکې یا انساني روغتیا ته خطر ندی پېښ شوی."
دغې رواني ناروغۍ ته په ساینسي اصطلاح "بوواین سپونګیفورم انسیفالوپیتي (BSE)" ویل کیږي. د زراعت وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، تمه نه کوي چې ددې ناروغۍ وروستۍ موندل شوې پېښه په امریکا کې د غوښې په سوداګرۍ باندې اغېز وکړي.
د "لیونۍ غوا" په مکروب د ککړې غوښې د خوړولو له کبله انسانانو ته د "کریټزفیلډ-جاکوب" عصبي ناروغي پیدا کیږي چې وژونکې ګڼل کیږي.
د "لیونۍ غوا ناروغۍ" دا غیرمعمولي ډول زیاتره په زړو څارویو کې پیدا کیږي او معمولي ډول یې هغه وخت خپریږي چې څارویو ته په ناروغۍ د اخته حیواناتو له هډوکو او غوښې جوړ شوي خواړه ورکړل شي.
د "لیونۍ غوا ناروغۍ" عادي ډول انسانانو ته ډېر خطرناک بلل کیږي. په تیرو دوو لسیزو کې په امریکا کې ددې ناروغۍ اووه قضیې موندل شوي او یوازې وروستۍ موندل شوې قضیه یې غیر معمولي ډول دی.
له دې وړاندې په څارویو کې د "لیونۍ غوا ناروغۍ" د موندل کېدو له کبله په امریکا، کاناډا، اسرائیل، اروپايي هېوادونو او جاپان کې د غوښې کاروبار ته په میلیاردونو ډالر زیان اوښتی دی.
خو د متحده ایالاتو د روغتیا اداره ډاډه ده چې تازه موندل شوې قضیه به "متحده ایالاتو ته د متوجه خطر حالت بدل نه کړي، او په سوداګرۍ کې به د کومې ستونزې لامل نشي."