د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د پوځي ظرفیت په اړه اندېښنه او اسیا ته د آستن سفر 


د امریکا د دفاع وزیر
د امریکا د دفاع وزیر

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لویډ آستن جنوبي اسیا ته ځي چې هغه ایتلافیان یو موټي کړي چې د چین د مخ په زیاتېدونکي پوځي ظرفیت په هکله اندېښمن دي.

د دفاع وزیر لویډ آستن خبریالانو ته وویل: «دا به یو ښه سفر وي. موږ د سیمې د ثبات ارزښت زیاتوو او زموږ هدف د اړیکو قول کول دي.»

ټاکل شوې چې ښاغلی استن به را روانه اونۍ سینګاپور، ویتنام او فیلیپین ته سفرونه وکړي‌ او هلته به له چارواکو سره خبر وکړي.

دا جنوب ختیځي اسیا ته د بایډن د حکومت د یو لوړ پوړي چارواکي لومړی سفر دی.‌

ښاغلي آستن پلان درلود چې د جون په میاشت کې په سینګاپور د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتوت کې برخه واخلي،‌ خو د کروناویرو له کبله یې دا سفر لغوه شو. اوس به د جولای په ۲۷نېټه په دغه انستیتوت کې مهمه وینا وکړې چې ښايي په سیمه کې د چینايي یرغل د «جامع مخنیوي د نوي لیدلوري» په اړه د ښاغلي استین د خبرو تعقیب وي.

د چین ساحلي ګارد او پوځي بېړۍ د فلیپین په اقتصادي‌ زون کې دننه وخت ناوخت کب نیونکي ځوروي. همدغه راز د چین پوځي بېړۍ د مالیزیا او اندونیزیا د تیلو او ګازو استخراج کوونکي هم ځوروي او د انرژۍ د پراختیا مخه یې نیسي.

ښاغلي استن څو ورځې مخکې په پنټګان کې خبریالانو ته وویل چې په دغه سفر کې به هغه د بحرونو د ازادۍ په اړه د امریکا ژمنې بیا تازه کړي چې د چین په سویلي‌ سمندرګې کې د «بی اساسه ادعاو» په ضد دي.

هغه وویل: «موږ باور نلرو چې هر هېواد دې قوانین وټاکي.»

تېره اونۍ د چین په سویل او ویتنام په ختیځ کې د پارسل لانمجنو ټاپوګانو ته نژدې د امریکا «یو اس اس بنفولډ» ویجاړونکې بېړۍ تللې وه.

د امریکا بحري‌ځواکونه وايي دا اقدام د دې لپاره وشو چې «په بې غرضې لارې باندې ناقانونه محدودیتونه» وننګول شي. دا اقدام د تحقیقاتي عملیاتو ازادي بلل کیږي.

د چین بحري ځواکونو ادعا وکړه چې د امریکا بحري بېړۍ یې شړلې ده، خو امریکايي ځواکونو وار له واره دا ادعا رد کړه.

XS
SM
MD
LG