د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا د چین له شین‌ژیانګ څخه د وارداتو د منع قانون تصویب کړ 


د امریکا د کانګرس د سنا مجلس د رایو په اکثریت "د ایغوریانو د اجباري کار د مخنیوي قانون" تصویب کړ چې له مخې یې د چین د شین‌ژیانګ ساحې څخه د هر ډول محصولاتو واردول منع کیږي.

ددې قانون تصویبول د چین د حکومت په وړاندې د امریکا تر ټولو تازه اقدام دی متحده ایالات یې په شین‌ژیانګ کې د ایغوریانو او نورو مسلمانو اقلیتونو په نسل وژنه تورنوي.

ددې قانون محتوا دا په ډاګه کوي چې په شین‌ژیانګ کې تولید شوي کالي د اجباري کار محصول دی او د امریکا د تعرفې د قانون په اساس چې په ۱۹۳۰ کې تصویب شوی، امریکا ته ددې ډول توکیو واردول منع دي.

د دې تر مخه چې دغه قانون ولسمشر جو بایدن توشیح کړي، باید د امریکا د کانګرس د استازو خونه یې هم تصویب کړي، که څه هم څرګنده نده چې د استازو خونه به څه وخت پدې قانون رای ګیري وکړي خو تمه ده چې دغه قانون به د کانګرس د استازو د خونې له خوا هم تصویب شی.

جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو، چې د دموکرات سناتور جف مرکلي سره یې یوځای دغه قانون سنا ته معرفي کړی د استازو له خونې وغوښتل چې ژر تر ژره هغه تصویب کړي.

ښاغلي روبیو وویل: "د چین د کمونیست ګوند د جنایتونو څخه به چې د بشریت پر ضد روان دي سترګې پټې نکړو او مونږ به شرکتونو ته اجازه ورنکړو چې چې په ازاده توګه ددغه خطرناکې ناوړه ګټې اخیستنې څخه ګټه ترلاسه کړي."

سناتور مرکلي هم پدې موضوع باندې په ټینګار سره وویل: "هیڅ امریکایي شرکت باید ددې [بشري] ناوړه ګټه اخیستنو څخه سود ترلاسه نکړي. هیڅ امریکایي مشتري باید په ناپوهۍ دغه تولیدات چې د مریانو د کار نتیجه ده وانخلي."

د امریکا حکومت چې دمخه یې پر چین باندې بندیزونه زیات کړي د سه شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې کاروبارونو ته خبرداری ورکړ چې که حتی فعالیت یې په شین‌ژیانګ کې په غیر مستقیمه توګه هم د چین د څارنې د شبکې سره تړاو ولري دغه شرکتونه به د متحده ایالاتو د قوانینو څخه سرغړونکي وګڼل شي.

د بشري حقونو د دفاع ډلې، څیړونکي، پخواني اوسیدونکي او یو شمیر غربي وکیلان او مقامات وایي چې چینې مقاماتو د ۲۰۱۶ کال راهیسې په شین‌ژیانګ کې شاوخوا یو میلیون ایغوریان او نور مسلمان اقلیتونه نیولي او هغوی یې د اجباري کار په کمپونو کې کار کولو ته اړ کړي دي.

خو چین تل دا ادعاګانې رد کړي او ددې ډول توقیف ځایونو او اجبارزي کار د کمپونو له شتون نه یې انکار کړی دی او ویلي یې دي چې دغه تاسیسات "د حرفه یي زده کړو مرکزونه" دي او د اسلامي سخت دریځۍ او د جلاغوښتنې په وړاندې د مبارزې په هدف جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG