د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا کې دوه ښځې داعش سره د اړیکو او وینځو ساتلو په تور تورنې شوې

سوریه کې د کډوالو یو کمپ چې د داعش پخوانیو غړیو کورنۍ پکې ساتل کیدلې.
سوریه کې د کډوالو یو کمپ چې د داعش پخوانیو غړیو کورنۍ پکې ساتل کیدلې.

پولیسو په اسټرالیا کې جمعه مې اتمه دوه میرمنې چې له سوریې څخه بیرته اسټرالیا ته ستنې شوې وې، د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره د اړیکو لرلو او وینځې په ساتلو تورنې کړلې.

دا میرمنې چې مور او لور دي د ملبورن په هوایي ډګر کې ونیول شوې. هغوي شاوخوا اوه کاله په سوریې کې د کډوالو په یو کمپ کې بندیانې وي.

دوي په سوریې کې د وینځې ساتلو له کبله د بشریت ضد په جنایاتو تورنې دې چې حد اکثر پنځه ویشت کاله بندي کیدی شي.

دا مور او لور په ۲۰۱۴ کال کې له اسټرالیا څخه سوریې ته تللې وې او شک پرې کیږي چې هلته یې پخپل کور کې یوه وینځه ساتلې وه.

دوي د هغو څلورو میرنو او نهو ماشومانو په ډلې کې دي چې تیره ورځ له سوریې څخه اسټرالیا ته ستنې شوې.

په یوې جلا پیښې کې پولیسو د پنجشنبې په ورځ د سډني په هوایي ډګر کې یوه بله میرمن داعش ډلې سره د یو ځای کیدو او د ترهګرۍ سره تړلو جنایتونو نیولي ده.

اسټرالیا کې دا میرمنې د "داعش ناویګانو" په نوم یادیږي، په ۲۰۱۹ کال کې د داعش ډلې له منځه تلو وروسته، په سوریه کې د کډوالو په کمپ کې د کالونو بند تیرولو وروسته، اسټرالیا ته د خپلو ماشومانو سره یو ځای چې په همدې کمپونو کې زیږیدلي دي، ستنې شویدي.

اسټرالیا ته د داعش ډلې سره اړیکې لرونکې میرمنو او ماشومانو بیرته ستنیدو د اسټرالیا په حکومت فشارونه ډیر کړي ځکه منتقدین حکومت ملامتوي چې د دې کسانو د ستنیدو د مخنیوي لپاره یې په کافي اندازه اقدامات ندي کړي.

خو حکومت وایي د اسټرالیایي اتباعو بیرته ستنیدو د مخنیوي لپاره د چارواکو واک محدود دی.

د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت معلوماتو له مخې، د ۲ سوو څخه ډیر سړي او میرمنې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۹ کالونو په منځ کې عراق او سوریې ته د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره د یو ځای کیدو په خاطر تللې وې.

له دوي څخه ځینو یې په اسټرالیا کې دننه د بریدونو په پلان جوړولو او تر سره کولو کې د جهادي ډلو سره مرسته هم کړې وه.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG