د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش د غړو سره د استرالیایانو په ودونو اندیښمنه


د اسټرالیا د بهرینو چارو وزیرې جولي بیشپ پارلمان ته وویل چې د هغو ښځو شمیر چې د آسټرالیا څخه عراق او سوریې ته تللې دي, ډیر شوی.
د اسټرالیا د بهرینو چارو وزیرې جولي بیشپ پارلمان ته وویل چې د هغو ښځو شمیر چې د آسټرالیا څخه عراق او سوریې ته تللې دي, ډیر شوی.

د اسټرالیا چارواکي ورځ تر بلي پدې اندیښمن دي چې ځوانې نجوڼې د اسلامي سخت دریځو ډلو ملاټر کوي.

د سټرالیا د بهرینو چارو وزیرې خبراداری ورکړی چې ځینې اتباعو یې سوریې او عراق ته سفرونه کړي دي چې د جهادیانو سره ودونه وکړي.

کینبرا په دې باور لري چې د ٣٠ او ۴٠ ترمنځ اسټرالیايي ښځو یا خو په ترهگریز بریدونو کې برخه اخیستې ده او یا یې د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې ملاټر کړی دی. ځینې یې په اسټرالیا کې دننه فعاله دي او نورو یې بیا منځني ختیځ ته سفرونه کړي دي.

د اسټرالیا د بهرینو چارو وزیرې جولي بیشپ پارلمان ته وویل چې د هغو ښځو شمیرچې د اسټرالیا څخه عراق او سوریې ته تللې دي، ډیر شوی دی. دغه ښځې غواړي د خپلو مړونو سره یو ځای شي چې دا مهال د اسلامي دولت له ډلی سره دي او یا غواړي چې هلته د وسله والو سره واده وکړي.

صدراعظم (ټوني ابوټ) د ترهګرۍ سره د مقابلې دپاره د نويو قوانینواعلان وکړ چې له مخې به د مهاجرت او تابعیت اخیستلو قوانین نورهم سخت کړي او ورسره یې چې نوې تګلارې معرفي کړي چې له لارې به هغه ډلې چې مذهبې او نژادي تبعیض ته لمن وهي، وځپل شي
صدراعظم (ټوني ابوټ) د ترهګرۍ سره د مقابلې دپاره د نويو قوانینواعلان وکړ چې له مخې به د مهاجرت او تابعیت اخیستلو قوانین نورهم سخت کړي او ورسره یې چې نوې تګلارې معرفي کړي چې له لارې به هغه ډلې چې مذهبې او نژادي تبعیض ته لمن وهي، وځپل شي

د بهرینو چارو وزیرې د اسلامي دولت لخوا د اسټرالیايي وگړو د ممکنه جلب او جذب په اړه خبرداری ورکړی دی . هغه دا هم وايي چې د دې ډلې لخوا د ښځو سره برخورد ډیر بد وي. هغې زیاته کړه چې که دوي مینځني ختیځ ته سفر وکړي نو دا به ډیر په زړه پوری سفر نه وي.

هغې خبرداری ورکړ چې بهرنۍ ښځي که هلته ور هم شي نو د جنسي غلامانو په توگه ورڅخه استفاده کیږي او یا د ځینو څخه بیا د ځانمرگو برید کوونکو په توگه کار اخیستل کیږي.

د اسټرالیا د امنیتي سازمانونو دپاره په دغه هیواد کې سخت دریځي مخ په زیاتیدونکی خطر دی او چارواکي ددې ویره لري چې کله دغه سخت دریځه ښځې هیواد ته بیرته راستانه شي نو څه به کیږي. اوس مهال داسي فکر کیږی چې د آسټرالیا ٩٠ اتباع په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای جنګیږي.

میرمن بیشپ پارلمان ته وویل چې په سوریې اوعراق کی د ټولو بهرنییو جهادیانو له جمعې څخه د ښځو فيصدي ٢٠ ده او زیاته یې کړه چې د اسلامي دولت سره د اسټرالیایانو یوځاي کیده د اندښنې وړ خبر ده.

هغې وویل "د جهادی سره واده کول یو نوی فکر دی. او د دې معنا دا شوه چې ځوانې نجوڼي یا خو د بهرنیوو ترویستې جنگیالیو سره مینه لري، او دوي د خپل جهادی ملگري سره سوریې او عراق ته سفر کوي. او په ځینې مواردو کې دوې په اصل کې په ملگری پسي گرځي او په انټرنیټ کې دوي ته ویل کیږي چې د دی دپاره په سوريي او عراق کې فرصتونه برابر دی. او نورو بیا ددې دپاره ترویسټي سازمان ملاټر کوي ځکه چې دوي د انټرنیټ او یا د یوه ډلې لخوا افراطي شوی."

په عین حال کې دا راپور هم ورکړل شوی دی چې یوه اسټرالیايي کس چې د کردی ملیشو په طرفدارۍ د اسلامي دولت د ډلی سره په شمالې سوریې کې جنگیدی وژل شوی دی.

د دوشنبې په ورځ د استرالیا صدراعظم ټوني ابوټ د ترهګرۍ سره د مقابلې دپاره د نويو قوانینواعلان وکړ چې له مخې به د مهاجرت او تابعیت اخیستلو قوانین نورهم سخت کړياو ورسره یې چې نوې تګلارې معرفي کړي چې له لارې به هغه ډلې چې مذهبې او نژادي تبعیض ته لمن وهي، وځپل شي.

تیر کال د سپتمبر په میاشت کې اسټرالیا په دغه هېواد کېد ،،کورنۍ ترهګرۍ،، د خطر کچه د منځۍ سطحې څخه لوړې سطحې ته پورته کړه.

XS
SM
MD
LG