د لاس رسي وړ اتصالات

د استرالیا لس پوځیان د افغانانو د وژلو په خاطر له پوځ وایستل شول 


د استرالیا د دفاع وزارت له خوا د استرالیایي پوځیانو لخوا د "بندیانو او ملکي افغانانو د وژنې" په اړه د رپوټ د خپریدو وروسته د هغه هیواد د ځانګړو ځواکونو لس منسوبین د پوځي خدمت نه وایستل شول.

د استرالیا د ای بي سي خبري شبکې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۶) خبر ورکړ چې ددغو لس تنو پوځیانو د ایستلو سند هغوی ته ورکړل شوی دی.

د استرالیا د دفاع وزارت تحقیقاتي رپوټ چې څلور کاله پرې کار شوی دی او تیره اونۍ خپور شو، ښیي چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د پوځي ماموریت د ترسره کولو پر وخت ۳۹ نیول شوي بنديان او ملکي افغانان وژلي دي.

د استرالیا د وسله وال پوځ لوی درستیز انګس جان کمبل، ددې رپوټ د خپریدو پر وخت وویل چې ددې هیواد ۱۹ برحاله او پخواني پوځیان ددغه وژنو په خاطر چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په ۲۳ ځانګړو پیښو کې شوي، د احتمالي عدلي او قضایي تعقیب سره مخامخ دي.

د ای بي سي خبري شبکې د لسو ګوښه کړای شویو پوځیانو هویت ندی بربنډ کړی، خو ویلي یې دي چې ټول یې د ملکي افغانانو د وژنې د پیښو شاهدان یا هم لاسي دي او د هغو ۱۹ تنو له ډلې څخه ندي چې د احتمالي عدلي او قضایي تعقیب سره مخامخ دي.

ښاغلي کمبل وویل چې ټول دغه افغانان د جګړې له ډګر څخه بهر وژل شوي دي. هغه وویل: "موندنې د پوځي چلند او مسلکي ارزښتونو څخه د جدي سرغړونې ښکارندوی دي...غیرقانوني، د ملکیانو او بندیانو وژنې هیڅکله د منلو وړ ندي."

د استرالیا د دفاع وزارت د رپوټ په اساس اکثر وژل شوي کسان نیول شوي بندیان، بزګران او نور ملکي افغانان وو چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید د هغوی محافظت شوی وای.

د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۳۹ زره استرالیایي پوځیانو دنده ترسره کړې او په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ۴۱ استرالیایي پوځیان وژل شوي دي. اوسمهال ۴۰۰ استرالیایي پوځیان په افغانستان کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG