د لاس رسي وړ اتصالات

د استرالیا صدراعظم امریکا کې بایډن سره ګوري


د استرالیا صدراعظم د چهار شنبې په ورځ مارچ اتمه (کب ۱۷) وویل چې ډیر ژر به په امریکا کې د متحدو ایالتونو له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.

تمه ده چې استرالیا له ۱۸ میاشتو بحثونو وروسته، په اټومي انرژۍ د اتو سمبالو اوبتلونو د ترلاسه کیدو په اړه خپل پروګرامونه فاش کړي.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز وویل:"زه به له ولسمشر بایډن سره په متحده ایالتونو کې ملاقات وکړم. موږ به ډیر ژر د هغو تعاملاتو په اړه چې ترسره به شي، ډیرې اطلاعیې ولرو."

د استرالیا صدراعظم د امریکا په ټکنالوژۍ د سمبالو اوبتلونو ترلاسه کول د یاد هیواد د دفاعي توانایي په تاریخ کې ستر بدلون ګڼي.

متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې له استرالیا او بریتانیا سره خپل نوی مشارکت اعلان کړ چې د اسیا- اوقیانوسیه په سیمه کې له دغو هیوادونو سره په امنیتي، دیپلوماتیکو او دفاعي برخو کې همکارۍ زیاتې کړي.

ددغې هوکړې له مخې، استرالیا به لږ تر لږه لس اوبتلونه چې د امریکا په اټومي انرژۍ به سمبالې وي، ترلاسه کړي. دا بیړۍ به په استرالیا کې د امریکا د ټکنالوژۍ څخه په استفاده جوړي شي.

دا هوکړه وروسته له هغه وشوه چې استرالیا تر دې مخکې له فرانسې سره د ډیزل او برق په واسطه د چلیدونکو اوبتلونو د جوړیدو هوکړه لغوه کړه، هغه اقدام چې د پاریس غصه یې هم راوپاروله. د متحدو ایالتونو او فرانسې ترمنځ د نوې امنیتي هوکړې تر اعلان وروسته، فرانسې له امریکا او آسترالیا څخه خپل سفیران ور وبلل.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان په هغه وخت کې وویل چې د متحدو ایالتونو او فرانسې ترمنځ د "اعتماد کړکیچ" شته.

خو د متحدو ایالتونو د جمهور رئیس جوبایډن او د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون ترمنځ د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۲۲ نیټه له یو ټلفوني ارتباط وروسته، د دواړو هیوادونو مشرانو هڅه وکړه چې د واشنګټن او پاریس ترمنځ تاوتریخوالي راکم کړي.

ددغو هیوادونو مشرانو پریکړه وکړه چې د اعتماد جوړولو لپاره ژورې سلا مشورې پیل کړي.

پر اوکراین د روسیې د نظامي یرغل وروسته د استرالیا په ګډون د امریکا اکثریت متحدین هڅه کوي چې خپله نظامي بودیجه زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG