د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا له خپلو دفاعي تاسیساتو څخه چینایي امنیتي کمرې حذف کوي


د استرالیا دفاع وزارت وایي د خپلو د دولتي تاسیساتو د بشپړ امنیت د ډاډ په هدف، د چین له خوا جوړې شوي امنیتي کمرې حذف کوي.

د یاد هیواد دفاع وزیر ریچارد مارلیس وویل چارواکي به د دفاع وزارت له اړوندو تاسیساتو او دفترونو څخه دغه کمرې لیري کړي.

نوموړي د استرالیا اې بي سي شبکې ته وویل: "دا یوه مهمه موضوع ده چې موږ ته وویل شول او دا مشکل به هوار کړو."

د استرالیا دفاع وزیر زیاته کړه، ددې کار ترسره کول مهم دی څو" ډاډ رامنځ‌ ته شي چې زموږ تاسیسات په بشپړ ډول خوندي دي." تر دې مخکې متحدو ایالتونو او بریتانیا هم په مهمو دولتي تاسیساتو کې د چینایي امنیتي کمرو د کارولو د مخنیوي‌ په هدف یو لړ اقدامات کړي وو.

بریتانیا د تیر کال په نومبر میاشت کې له دې ویرې چې بیجینګ به چینایي امنیتي شرکتونه د معلوماتو د خپرولو لپاره مجبور کړي، د هغه هیواد له خوا جوړې شوي امنیتي کمرې حذف او د کارولو مخه یې ونیوله.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چینایي امنیتي کمرې د استرالیا په څه باندې ۲۰۰ دولتي ودانیو کې لګول شوي وې چې یوه پکې د هغه هیواد د دفاع وزارت اړونده ودانۍ وه.

دا کمرې هیک ویژن او داهوا شرکتونو جوړې کړي دي، هغه شرکتونه چې متحدو ایالتونو د تیر کال په نومبر میاشت کې د یاد هیواد "ملي امنیت ته د نه منلو وړ خطر" له امله په تور لست کې شامل کړل.

وروسته له هغه چې په سینکیانک کې د اویغور مسلمانانو د څارنې په هدف د بیجینګ له خوا د کمرو د کارولو راپورونه ورکړل شول، د بریتانیا د پارلمان د ۶۷ غړو څخه یوې جوړې شوې ډلې د تیر کال په جولای میاشت کې له حکومت څخه وغوښتل چې دا شرکتونه منع کړي.

XS
SM
MD
LG