د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاګون: امریکا اړتیا نلري چې د نړۍ په سطحه پوځي موقف ته 'ژر تر ژره عمده تغیر' ورکړي


د امریکا امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لېندۍ ۸) وویل چې متحده ایالات اوس مهال ضرورت نلري چې د نړۍ په سطحه خپل پوځي موقف ته ژر تر ژره عمده تغیر ورکړي.

د پتناګون چارواکو ویلي چې له څو میاشتنیو مطالعې وروسته یې پرېکړه کړې چې د متحده ایالاتو ځواکونه اوس مهال اړتیا نلري چې د «نړۍ په سطحه» خپل موقف ته «عمده تغیر» ورکړي.

اسوشېټیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی چې د دې ډول پرېکړي سره، د متحده ایالاتو پوځي مقاماتو ویلي چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د موقف، د اسیا په حوزه کې د اسلاحاتو راوستلو او یا هم د ارام سمندر د لوېدیځې برخې په اړه زیات تحلیل ته اړتیا لري.

دغه مطالعه چې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د امریکا د دفاع د وزیر لووید آستین په امر پيل شوې، مختلط امنیتي انځور ښيي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن اداره له هغه سره مخ ده.

د جو بایډن په مشرۍ حکومت په اګست میاشت کې له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري و ایستل، خو د اسیا په حوزه کې له چین سره د مقابلې ـ اوقیانوسه او روسیې او اروپا په اړه اندېښنې لري.

د دغه مطالعې د لاسته راوړنو په اساس، ایران د امریکا لپاره په عراق او سوریه کې اضافه مشکل رامنځته کړی دی، او دا ډول وضعیت د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د امریکايي سرتیرو ځای پر ځای کول له ستونزو سره مخ کوي.

پنتاګون په سیمه کې د چین د اقداماتو په اړه پلان لري چې د ارام سمندرګي په حوزه کې زېربناو کې ښه والي راولي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې له اسټرالیا او برتانیې سره خپل نوی مشارکت اعلان کړ. ترڅو د اسیا ـ اقیانوس په حوزه کې له یادو هیوادونو سره امنیتي، دپلوماتیکي او دفاعي همکارۍ ژورې کړي.

د دغه توافق په اساس به آسترالیا تر اوبو لاندې په هستوي انرژۍ مجهزو اتو امریکايي کښتو ته لاس رسی پیدا کړي. دغه کښتۍ به په اسټرالیا کې په امریکايي تکنالوژۍ سره جوړي شي.

هغه څېړنه چې د ښاغلي آستین په امر تر سره شوې ده، د پنتاګون لومړۍ څېړنه د هغه تر مشرۍ لاندې ده چې د اړتیا وو پراخې برخې او د امریکا متحده ایالاتو دفاعي پالیسۍ یې تر څېړنو لاندې نیولي دي.

دغه مطالعې د متحده ایالاتو هستوي قدرت او له هغه څخه د استفادې پالیسیانې هم تر نوې څېړنې لاندې نیولي دي،د امریکا د هستوي قدرت په اړه مطالعات به د ۲۰۲۲ میلادي کال تر لومړیو پورې بشپړه شي.

د پالیسو په چارو کې د متحده ایالاتو دفاع وزارت لنډ مهاله مرستیال مارا کارلین ویلي چې په اسیا ـ اوقیانوسیه او ځینو نورو هیوادونو کې د پوځ ځينې تعدیلات د تر سره کېدو په حال کې دي،خو ټينګار یې کړی چې دغه کار له بهرنیو حکومتونو سره زیاتې مشورې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG