د لاس رسي وړ اتصالات

اتریش د مهاجرو د مخنیوي لپاره د ایټالیا سرحد ته پوځي وسایط استوي


اروپایي ټولنه پر یو لړ مقرراتو کار کوي چې د مرکزي مدیترانې له لارې د مهاجرو د راتگ مخنیوی وشي
اروپایي ټولنه پر یو لړ مقرراتو کار کوي چې د مرکزي مدیترانې له لارې د مهاجرو د راتگ مخنیوی وشي

اتریش غواړي د ایټالیا سره خپلې پولې ته پوځي وسایل واستوي چې دې هیواد ته د مهاجرو د راتگ مخنیوی وکړي.

د اتریش د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې څلور پوځي زره پوش موټر د ایټالیا سره د خپلې پولې د څارلو لپاره استولي دي او تمه ده چې ډیر ژر د هغه هیواد سره د ترانزیتي لارې د څارنې لپاره هم پوستې جوړې کړي.

د اتریش د دفاع وزارت ویاند ویلي چې په دغه سرحدي څارنه کې د "الپ برینر پاس" په نامه د الپ غرونو په منځ کې د اتریش او ایټالیا ترمنځ تنگی هم شامل دی چې پرې تل د ترافیک خورا گڼه گوڼه وي. تیر کال ایټالیا خبرداری ورکړی و چې دا کار کیدای شي د اروپایي ټولنې د آزاد تگ راتگ مقررات مات کړي.

د اتریش د دفاع وزیر پتر ډوسکوزیل د "کرونین سایتونگ" ورځپاڼې ته ویلي و "سرحدي کنترول به ډیر ژر پیل شي".

ایټالیا او اتریش دواړه د اروپایي ټولنې د "شینگن" په نامه د آزاد سرحدي زون غړي دي، خو آزاد تگ راتگ په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کلونو کې اروپا ته د زیات شمیر مهاجرو د ورتگ راهیسې ددې ټولنې په زیات شمیر سرحدي سیمو کې د بیا کنترول په وجه متاثر شوی دی.

د اتریش پر سرحدي کنترول د ایټالیا اعتراض

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې د اتریش سفیر د سلا مشورو لپاره ورغوښت چې ویانا د مهاجرو د مخنیوي په مقصد سرحد ته پوځي وسایط ولیږل.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی دغه دیپلوماتیک اقدام "برینر پاس ته د اتریش د حکومت له خوا د سرتیرو د استولو په غبرگون کې کړی".

د برینر پاس د ایټالیا او اتریش ترمنځ عمده ترانزیتي لار ده چې په دوبي کې له دې لارې په سلگونو زره سیالانیان ایټالیا ته ځي.

ایټالیا په روان کال کې تر اوسه ٨٠٠٠٠ مهاجر جذب کړي دي چې اکثر یې له افریقا نه د مدیترانې له لارې په بیړیو کې راغلي او ایټالیا یې اروپا ته د داخلیدو عمده لار گرځولې ده.

د اتریش د دفاع وزارت ویاند ویلي چې د ایټالیا سره سرحد ته یې "جنگي ټانکونه نه بلکه د مرمۍ ضد موټرې استولي چې په وسلو سمبال نه دي". هغه دا هم ویلي دي چې دوی دغه وسایط د مهاجرو د کړکیچ په اوج کې د سلوینا سره پولې ته هم استولي وو.

د اتریش د دفاع وزارت ویلي چې پوځ به په راتلونکو ٧٢ ساعتونو کې ٧٥٠ سرتیري هم سیمې ته واستوي چې د ضرورت په صورت کې لاس په کار شي.

د رویترز اژانس وایي د "برینر پاس" سرحدي سیمې کنترول حساس کاردی او کیدای شي په دوو سرحدي سیمو د اتریش په تیرول او د ایټالیا په جنوبي تیرول باندې چې خورا سره نژدې دي، ډیر اثر وکړي.

جنوبي تیرول یو وخت د اتریش-هنگري د امپراتورۍ یوه برخه وه خو په ١٩١٨ کې د ایټالیا سره یوځای شوه.

اروپایي ټولنه پر یو لړ مقرراتو کار کوي چې د مرکزي مدیترانې له لارې د مهاجرو د راتگ مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG