د لاس رسي وړ اتصالات

د اذربایجان او ارمني بېلتون غوښتونکو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شو


د اذربایجان او د ناګورنو قره باغ سیمې د ارمني توکمه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر ۲۱ (وږي۳۰مه) د سولې لومړنۍ مخامخ خبرې وشوې.

ارمني بېلتون غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر۲۰مه) وروسته له هغې چې اذربایجاني ځواکونو د ناګورنو قره باغ سیمه کې د "ترهګرۍ ضد عملیات" پیل کړل، د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په منځګړیتوب پر اوربند او په بشپړ ډول د بې وسلې کولو په وړانديز موافقه وکړه.

د اذربایجان جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼۍ کې ویلي، چې دغه دوه ساعته غونډه د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په شتون کې په "رغنده او سوله ییزه چاپیریال کې" وشوه او همداراز دواړو لورو د خبرو پر دوام موافقه وکړه.‌

د باکو استازو له اذربایجان سره په ناګورنو قره باغ کې د ارمني میشتو پرګنو د "بیا یوځای کیدو" لپاره خپلې طرحې وړاندې کړې او همداشان ددغه سیمې اوسیدونکو سره یې د سونګ توکو، بشري مرستو او روغتیايي خدماتو د برابرولو ژمنه وکړه.

خو د اوربند له موافقې او د سولې د خبرو له پیل سره سره، نن پنجشنبې (سپټمبر ۲۱مه) استپاناکرت ښار کې د بېلتون غوښتونکو مورچلو ته څیرمه د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

د اروتیو ګسپارین په نوم یو سوداګر د فرانسپرس خبري اژانس ته وویل: " د استپاناکرت ښار څخه بهر د سپکو ډزو تبادله وشوه. موږ په کور کې ناست او د سولې خبرو اترو پایلې ته په تمه یوو."

ارمني بېلتون غوښتونکو، اذربایجان له اوربند څخه په سرغړونې تورن کړی، خو باکو دا ادعا نه مني.

د بشري حقونو سیمه ایز څارونکو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې "د استپاناکرت واټونه د بې ځایه شویو خلکو څخه ډک دي چې وږي او سرګردانه دي".

اذربایجان او ارمنستان د ناګورنو قره باغ سیمې د کنټرول پر سر چې په نړیواله کچه د اذربایجان یوه برخه بلل کیږي، خو اکثریت وګړي یې ارمنیان دي، دوه ځلې جګړې کړي دي.

په ۲۰۲۰م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو میاشتنۍ جګړه د روسیې په منځګریتوب د یوه اوربند په ټینګیدو سره پای ته ورسیده. په هغه جګړې کې ارمنستان یو شمېر سیمې چې د څو لسیزو راهیسې ددغه هېواد تر کنټرول لاندې وو،‌ پریښودلې.

د نښتو په بهیر کې دواړه لوري له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن شوي او اوسمهال، له قره باغ سیمې څخه د ارمني توکمو په زوره شړلو او د کډوالو د یوه نوي کړکیچ په اړه اندېښنې را ولاړي شوي دي.

بلخوا ارمنستان د پنجشنبې په ورځ ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړ، چې اذربایجان د قره باغ سیمې په نیولو سره "د ارمنيانو قومي‌ تصفیې او د بشریت پر ضد جرم" ترسره کوي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان ویلي، چې ایروان دا مهال له ناګورنو قره باغ سیمې څخه په پراخه کچه د ارمني توکمو د ویستلو پلان نه لري، خو بیړني پلانونه تر لاس لاندې دي.

په پام کې وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په ناګورنو قره باغ کې د اذربایجان له پوځي عملیاتو وروسته چې د بېلتون غوښتونکو په وینا، ۲۰۰ تنه پکې ووژل شول، د وضعیت د څېړلو لپاره بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

د اذربایجان د ځواکونو له خوا په ۲۴ ساعتونو کې د ارمني بېلتون غوښتونکو مقاومت ماتول، د ولسمشر الهام علي‌‌یف لپاره د باکو تر کنټرول لاندې ددغه اکثریت ارمني میشتې سیمې بیرته راوستل، یوه لویه بریا ګڼل کیږي.

علي‌‌یف وویل، چې په تیرو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره باکو په سیمه کې خپل حاکمیت بیرته ټینګ کړ. باکو ټینګار کوي چې اوس غواړي د قره باغ د ارمني میشتو د "سوله ییز یوځای کېدل" شاهد و اوسې.

د ارمني بېلتون غوښتونکو یو مقام ویلي، چې تر لسو زرو ډېر ارمنیان له قره باغ څخه وتلي دي.

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ له علي‌‌یف څخه وغوښتل چې په قره باغ کې د مېشتو ۱۲۰ زره ارمنیانو امنیت تضمین کړي.

کرملین ویلي، علي‌‌یف له پوتین څخه د چهارشنبې د ورځې په نښتو کې د نامعلوم شمېر روسي سوله ساتو ځواکونو د وژل کېدو له کبله بخښنه غوښتې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG