د لاس رسي وړ اتصالات

'د بادغیس د پستې حاصلات به سږ کال دوه برابره زیات شي'


بادغیس د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه چې د طبیعي پستې پراخ ځنګلونه لري
بادغیس د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه چې د طبیعي پستې پراخ ځنګلونه لري

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، روان کال به د بادغیس د پستې حاصلاتو کې دوه برابره زیاتوالی راشي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت نن یکشنبه جولای ۵ (چنګاښ ۱۵) د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ د رئیس عبدالتواب تایب له قوله ویلي چې سږ کال به ددې ولایت له طبیعي ځنګلونو څخه ۳۶۴۵۶مټریکه ټنه پسته راټوله شي.

ښاغلي تایب ویلي: "په ۱۳۹۷کال کې د وچکالۍ له امله، د پستې ونو ښه حاصلات نه لرل، حاصلات کم شوي و، تیر ۱۳۹۸ کال ښه واوره او بارانونه شوي، سږ کال به د پستې حاصلات هم ورسره ښه وي."

تېر کال د بادغیس ولایت طبعي ځنګلونو ۱۵۴۰۰ مټریکه ټنه پسته تولېد کړې وه.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس په بادغیس ولایت کې پر۳۰زره هکتاره ځمکه د پستې ځنګلونه شته چې ترڅنګ د کرنې وزارت په هڅو په دغه ولایت کې د پستې نور باغونه هم جوړ شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ په بادغیس ولایت کې د پستې ۴زره باغونه هم جوړ شوي چې تر اوسه ثمر ته نه دي رسېدلي.

د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي چې تیر کال یې په دغه ولایت کې پر ۱۶۰ هکتاره ځمکه د پستې طبیعي ځنګلونه جوړ کړي چې په وینایې ټاکل شوې سږ کال پر ۱۲۰ هکتاره نوره ځمکه هم د پستې طبیعي ځنګلونه جوړ کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت همدارنګه د بادغیس ولایت د کرنې ریاست د مسؤلینو له قوله ویلي چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې د پستې شااوخوا ۷۰زره بوټي په شنو خونو کې کرل شوي او د پستې باغونو د ترویج لپاره په مناسبه بیه باغ لرونکو ته ورکول شوي دي.

بادغیس د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د طبیعي پستې پراخ ځنګلونه لري.

د بادغیس ولایت پسته د افغانستان په بازارونو کې د ښه کیفیت له مخې ځانګړی ارښت لري او بیه یې هم نست له نورو هیوادونو څخه واردې شوې پستې څو برابره لوړه ده.

خو د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې د پستې ځیني باغونه د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو کې دي.

XS
SM
MD
LG