د فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر پر ولسمشر کرزي غږ کوی چې یا دي د فساد سره په مبارزه کې جدي واوسي او یا دی دغه اداره له منځه یوسي. د دغې ادارې مشر عزیز الله لودین وایي د مالیی وزیر عمر زاخیل وال په اړه یې د فساد نور اسناد هم تر لاسه کړي دي.
د افغانستان د فساد سره د مبارزې د عالي اداری مشر عزیز الله لودین له افغان دولت نه ګیله من دی چې د فساد سره په مبارزه کی یی لاس نیوی نه کوي . لودین وایي سره له دې چې د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیل وال د مالي فساد په اړه لازم اسناد او شواهد لري خو کله چې دا اسناد د فساد د څیړلو لپاره اړوندو ادارو ته وروړاندې کوي هغه ادارې یې د مالیې د وزیر د امر پر بنسټ د څیړلو نه ډډه کوي.
لودین له دې څرګندونو سره وایي یواځی د مالیی وزیر د یوه خپل په یوه حساب کې یی د۹۵۰۰۰۰ دالرو په ارزښت فساد تر سترګو شوی دی. خو کله چی یې د فساد اسناد څارنوالۍ ته ورولېږل او له هغوي نه یې غوښتل چې د څیړنو لپاره ورسره مرسته وکړي، اړوندو ادارو د مالیی وزیر په امر له مرستو نه ډډه وکړه.
له همدی وجې د فساد سره د مبارزې د عالي اداری مشر له فساد سره د جدي مبارزې غوښتونکی دی او وايي چې که داسي نه کېږي نو دغه اداره دي له منځّه یوړل شي. ،،کله چی اسناد څارنوالۍ ته ورلیږم او غوښتنه کوم چې ماته دي د څیړنو لپاره وخت راکړی کله چې تجارتی بانک ته ورځم چی باید په دې اړه څیړنه وکړم وایي د ماللی وزیر امر کړی چی د فساد سره د مبارزی له اداری سره مرسته مه کوی . کله چې د قندهار ګمرک ته ځم نو په بیشرمي سره راته لیکی چی د مالیی وزیر له امر سره نه شو کولای تاسو سره همکاري وکړو .
نو کله چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې دومره خنډونه موجود وي نو ښه به دا وي چی دا ادراه وتړل شي.
زه ولسمشر ته هم وایم چې که په دغه کار کې جدی کیږي ښه تر ښه که نه نو نوموړې اداره دي له منځه یوسي.
د لودین دعوا دا ده چې د خپل کار په موده کې یې د دولت په ملیاردونو ډالره شتمنی چی د زورواکو له خوا غصب شوی وه بيرته دولت تر اړولې ده نو دولت هم باید په کار کې ورسره مرسته وکړي او د فساد سره په مبارزه کې دي ځیني پراخ ملاتړ وکړي.
په څو تیرو ورځو کې د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون د مشر همایون همایون له خوا پر لودین تور لګیدلی وو چې ګوندي د دفاع وزارت د یوه قرارداد له لارې ۱۶ ملیونه دالره رشوت اخیستی.
لودین سره له دی چی دا تور په کلکه ردوي وایی لازم اسناد او شواهد لري چی ښاغلی همایون په خپله د دغی قرارداد له امله دری ملیونه دالره غوښتي ول.
لودین وایي تر هله چی د فساد دغه مافیا په هیواد کې ختمه نشي نو د فساد سره د مبارزی لپاره دی دهوډمنی او جدي مبارزی تمه نه کیږي .
لودین ادعا کوي چی اړونده اداره یې د فساد سره د مبارزې لپاره کلک هوډ او قوي اراده لری خو
څارنوالي او نورې دولتی اداری ورسره مرسته خو نه کوي ، د کړنو په لار کې یې خنډونه هم وراچوی. ،،د خپل کار په دوه کلنې مودې کې مي ۱۲۳ قضیې څارنوالۍ ته ورلیږلي چې ورکی د څو لوړپوړو چارواکو د فساد دوسیې هم شته نو کله چې څارنوالۍ د دغسی دوسیو د ورلیږلو نه انکار وکړی نو زه څّه وکړم ؟ نه شم کولای له هغوی سره لاس او ګریوان شم یواځي ولسمشر ته او افغان ملت ته وایم چې که کار همداسي وی نو بهتره ده چی د فساد سره د مبارزی اداره دی وتړل شي.،،
د لودین په وینا کله چې دولتی چارواکی د نړیوالو مرسته شوې پيسې په تشریفاتو او د ځانونو لپاره د لوکسو او لوړو بیو موترو په اخیستو لګوي نو د فساد سره مبارزه ګرانه او ناشونې بریښي.
بهارت صابر - کابل