د لاس رسي وړ اتصالات

بحرین، اردن، کوېت، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په سیمه کې د ایران «بې باکه» بریدونه وغندل

ایراني ځواکونو او د هغوی متحدو ډلو د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې په سیمه کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړل چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو چریان درلود.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت وویل چې د شهزاده سلطان هوايي اډې ته نږدې یې پنځه بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي. همداراز، د یو ډرون د برید له امله د سعودي عربستان د تیلو او انرژۍ تر ټولو لوي شرکت ارمکو اړ شو چې د راس تنوره د تېلو دپاره د تصفیه خانه وتړي.

د متحده عربي اماراتو چارواکو وویل چې د هوايي دفاع سیستمونو په ابوظبۍ کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

عمان راپور ورکړ چې د عمان په خلیج کې د مارشال ټاپوګانو تر بیرغ لاندې یوې ډرون بیړۍ پر یوه تېل وړونکې بېړۍ برید کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.

په عراق کې، ایران پلوه ملیشو وویل چې د بغداد په نړیوال هوايي ډګر کې یې پر امریکايي ځواکونو د ډرون برید ترسره کړی دی.

د قطر د دفاع وزارت وویل چې ایراني ډرونونو د برېښنا پر یوه فابریکې او د انرژۍ پر یوې بټۍ برید کړی دی. د قطر د انرژۍ دولتي شرکت اعلان وکړ چې د جګړې له امله د مایع طبیعي ګاز تولید دروي.

په یوه ګډه اعلامیه کې، امریکا، بحرین، اردن، کوېت، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هغه څه وغندل چې دوی د ایران له خوا «پر خپلواکو سیمو د توغنیدو او ډرونونو بې‌تفکیکه او بی باکه بریدونه» وبلل.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت وویل چې هلته یو کس وژل شوی، په داسې حال کې چې متحده عربي اماراتو د درېیو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ایران وروسته له هغې چې د شنبې په ورځ د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د ایران ستر مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌یي ووژل شو، لا هم په سیمه کې، د هغو هېوادونو پر ضد چې د امریکا پوځي اډې لري، خپلو غچ اخیستونکو بریدونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسېت د دوشنبې په ورځ وویل چې د اوونۍ په پای کې د ایران په بریدونو کې د کوېت په یوې پوځي اډې کې څلور امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG