د لاس رسي وړ اتصالات

د ترهگرۍ د ختمولو لپاره د افغان مهاجرو بیرته تگ ضروري دی- جنرال باجوه


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه وایي چې په سیمې کې د امنیت لپاره د افغان مهاجرینو بیرته خپل وطن ته تگ ضرورې دی. هغه وویل چې په پاکستان کې د ترهگرو پناهځایونه نشته دی خو د پاکستان سرحدي او په هغو سیمو کې چې افغان مهاجر پکې اوسیږي، د مختلفو قومونو ترهگر پټ شویدي.

د پاکستان د پوځ لویی درستیز دغه خبرې د جرمني د میونېخ په ښار کې امنیتې غونډې ته په خپلې وینا کې کړیدي. هغه وویل "نن زه دا په ویاړ وایم چې زمونږ په ملک کې د ترهگرو منظم کمپ یا پناهځاېونه نشته دی. خو د دې امکان شته چې د مختلفو قومونو سره تعلق لرونکي ترهگر په مختلفو سیمو کې اوسېږي. دغه ترهگر په غرونو، سرحدي سیمو او د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د مهاجرینو په ٥۴ کمپونو کې پټ ژوند کوي."

جنرال باجوه زیاته کړه چې په پاکستان کې شاوخوا ٢٧ لکه افغان مهاجر اوسیږي. هغه تور ولگاوه چې پاکستاني طالبان او د حقاني ډله د مهاجرو کمپونه د نورو خلکو د گمارلو لپاره کاروي.

ښاغلي باجوه وویل" اوس یې وخت دی چې مونږ افغان مهاجر په درناوې خپل وطن ته بیرته ولیږو. دا یواځینۍ لاره ده چې مونږ دا یقیني کړو چې څوک زمونږ کوربتوب او خاوره په افغانستان کې د فساد لپاره و نه کاروي."

د پاکستان د پوځ مشر باجوه دغه امنیتي کانفرنس ته په وینا کې دا ادعا هم وکړله چې په پاکستان کې ډ تیر کال کې د ١٣٠ ترهگرو بریدونو نه ١٢٣ په افغانستان کې پلان شوې و. څو هغه زیاته کړه چې د افغانستان ته په پېښو ستونزو هم خبر دی. "مونږ د کابل په مشکلاتو پوهیږو او ځکه مونږ په هغوي تور نه لگوو خو په افغانستان کې د امنیت نشتون په مونږ منفي اغیز کوي. دا هر څه په کابل کې د یو قدرتمن متحد په موجدویت کې روان دي."

باجوه وویل چې د پاکستان پوځ په دغه ملک کې د القاعدې، پاکستاني طالبانو او د جماعت الحرار ډلې ته ماتې ورکړیده خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د دغو ترهگرو پناهځایونه موجود دي.

امریکا او افغانستان په پاکستان لدې کبله فشار زیات کړیدی چې په دغه ملک کې د ترهگرو په ضد عملې او پیاوړي اقدامات وکړي.

د یادونې وړ ده چې د جرمني د میونیخ په ښار کې د امنیت په موضوع په درې ورځنې غونډې کې د نړۍ د مختلفو ملکونو پوځي او ملکي مشرانو گډون کوي. په دغه غونډې کې د نړۍ امنیت او ثبات ته په راپېښو مسایلو خبرې کیږي.

XS
SM
MD
LG