د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید د پاکستاني سرتېري په ګډون ۲۵ کسان وژلي او ژوبل کړي


په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله د یوه پاکستاني سرتیري په ګډون درې کسان وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې دغه ځانمرګی برید د شنبې په ورځ ناوخته د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د "کجوړي" امنیتي پوستې سره د ماړي پترولیم کمپنۍ پر موټریز کاروان شوی دی.

د پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي چې د دغه ځانمرګي برید له امله یو پاکستانی عسکر او د ماړي پترولیم کمپنۍ اړوند دوه کسان وژل شوي دي.

د دوی په وینا به ټپيانو کې اووه تنه د «ایف سي» سرتیري او ۱۵ تنه د ماړي پترولیم کمپنۍ کار کوونکي شامل دي. د پاکستاني امنیتي ځواکونو خبریالانو ته ویلي چې دغه ځانمرګی برید د یوه زرنج موټر سایکل په واسطه تر سره شوی دی.

د دوی په وینا پاکستاني سرتیرو له شمالي وزیرستان څخه بنو ته حرکت پيل کړو چې په لاره کې له یاد برید سره مخ شول. د یاد برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ د دغه هیواد په بلوچستان ایالت په کوهلو ولسوالۍکې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي و او درې نور ټپيان شوي و.

د دغه چاودنې مسؤلیت د «بلوچستان لیبریشن آرمی» په نامه د بېلتون غوښتونکو ډلې پړه په غاړه واخیسته. د کوهلو په ولسوالۍ د بلوچستان ایالت له مرکز کویټې څخه شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره (۱۸۰ میله) ختیځ ته پرته ده.

په پاکستان کې په دې وروستيو کې تاوتريخوالى زيات شوى چې وسله والو او بېلتون غوښتونکو ډلو د بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

XS
SM
MD
LG