د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې ماین چاودنې د پوځي افسر په ګډون پنځه پاکستاني عسکر وژلي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ماین چاودنې له امله د یو افسر په ګډون پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې (ISPR) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه چاودنه پرون یکشنبه ډسمبر ۲۵مه په «کاهان» سیمه کې د پوځي عملیاتو پرمهال رامنځته شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي په دغه چاودنه کې د پوځ د افسر فهد په ګډون د لانس نایک امتیاز، اصغر، مهران او شمون په نومونو څلور نور پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پوځ مطبوعاتي ادارې د معلوماتو له مخې پاکستاني سرتیرو په «کاهان» سمیه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي و چې یاده چاودنه رامنځته شوې ده.

د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د بلوچستان ایالت په ژوب سیمه کې هم د وسله والو پر ضد عملیاتو کې د حق نواز په نوم یو پاکستانی سرتیری وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د بیان له مخې په دغه عملیاتو کې یو وسله وال کس هم وژل شوی او څو تنه ژوندي نیول شوي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې د معلوماتو له مخې پاکستاني سرتیرو د ژوب اړوند په «سمبازا» سیمه کې له افغانستان څخه د وسله والو را اوښتلو اطلاع تر لاسه کړې وه چې او په وړاندې عملیات پيل کړي و.

د بلوچستان په «کاهان» سیمه کې پر پاکستاني سرتیرو د چاودنې مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د بلوچستان ایالت اړوند «کاهان» سیمه کې پر پاکستاني سرتیرو چاودنه غندلې ده او د عاملینو د پیدا کېدو ژمنه یې کړې ده.

پر همدې مهال د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې هم د پاکستاني پولیسو پر امنیتي پوستو د لاسي بمونو غورځولو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې په دغه بریدونو کې درې پاکستاني پولیس او ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د بلوچستان ایالت اړوند په خضدار او تربت سمیه کې پر پاکستاني سرتیرو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر دا مهاله څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې شنبې په ورځ په تربت سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې د (ایف سي) څلور عسکر وژل شوي و.

په روانه ډسمبر میاشت کې د پاکستان له حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د اوربند د پای ته رسېدو تر اعلان وروسته په بلوچستان ایالت او نورو سیمو کې پر پاکستاني سرتیرو چاودنې او بریدونه زیات شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG