د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ د والي ویاند په یو برید کې ټپي شوی


د بلخ ولایت پولیس وايي دوه موټرسایکل سپرو د دغه ولایت د والي پر ویاند نن مزارشریف ښار کې برید کړی دی.
د بلخ ولایت پولیس وايي دوه موټرسایکل سپرو د دغه ولایت د والي پر ویاند نن مزارشریف ښار کې برید کړی دی.

د بلخ ولایت د پولیسو د امنیت امرعبدارزاق قادري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د دغه ولایت د والي ویاند منیر احمد فرهاد باندې نن سهار په مزارشریف ښار کې دوه موټرسایکل سپرو ډزې کړي دي.

د بلخ ولایت د پولیسو د امنیت امرعبدارزاق وویل چې پر ښاغلي فرهاد باندې د هغه د کور سره نږدې د مزارشریف څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه موټر سایکل سپرو ډزې کړې چې په ترڅ کې هغه ټپي شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې ښاغلی فرهاد پر پښو ټپونه اخیستي او روغتیایي وضعیت ښه دی.

پولیسو د دې پیښې پلټنه پیل کړې ده.

تراوسه کومې ډلې د بلخ د والي پر ویاند د برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG