د لاس رسي وړ اتصالات

د شاهین قل اردو په حمله کې اووه امریکایي پوځیان ټپي شوي


د بلخ په دهدادي وسلوالۍ کې د ٢٠٩ شاهین قل اردو یو سرتیري په بهرني پوځیانو ډزې کړې دي.

د امریکا د پوځ یو ویاند وویل چې په دې پیښه کې یو افغان سرتیری وژل شوی او ٧ امریکایي پوځیان ټپیان شوي دي.

د امریکایي قواو یو ویاند هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې په دې برید کې امریکایي سرتیري وژل شوي دي، خو دا تائید کړه چې اوه امریکایي پوځیان له ټپي کیدو وروسته له قل اردو نه انتقال شوي دي.

د امریکایي مقاماتو په وینا په پیښه کې یو افغان سرتیری وژل شوی خو په دې یې ټینگار وکړ چې "دا نشي تائیدولی چې برید کوونکی سرتیری وژل شوی او که ټپي دی."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی ته وفادار یو افغان سرتیري پر بهرنیو قواو برید کړی او ۴ امریکایان یې وژلي او ۴ نور یې ټپي کړي دي. طالبانو دا بریدګر ستایلی دی.

د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې پیښه د ماسپښین د دوو بجو په شاوخوا کې شوې ده، خو اعلامیې د افغان پوځي مقاماتو هغه څرگندونې رد کړې چې گواکې امریکایي او ناټو پوځیان په حمله وژل شوي دي.

اعلامیه وايي چې په دې برید کې امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي او په اړه یې پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې دي چې د شاهین قل اردو ویاند عبدالقهار آرام رسنیو ته ویلي وو چې "یو افغان سرتیري څلور امریکایي پوځیان د قل اردو دننه په ډزو وژلي دي."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش، هم دا پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې په دې هکله پلټنې روانې دي.

په مزارشریف کې د امریکایي سرتیرو ترڅنگ د جرمني هیواد پوځیان هم افغان سرتیرو ته په زده کړو او مشورو بوخت دي.

د شاهین قل اردو مسؤلو مقاماتو ویلي دي چې برید کونکی هم وژل شوی دی.

دا دوهمه خونړۍ پیښه ده چې د شاهین قل اردو دننه پیښیږي. د روان کال د غوایي میاشتې په لومړیو کې څو تنه ځانمرگي برید کوونک د امنیتي موانعو نه په تیریدو سره قل اردو ته ننوتي وو چې د افغانستان د دفاع وزارت د شمیرو له مخې شاوخوا ١٣٥ افغان سرتیري یې وژلي وو. په پیښه کې ٦۴ سرتیري ټپیان شوي هم وو.

په داسې حال کې چې طالبانو د برید مسولیت منلی و، خو د امریکا یو لوړپوړي پوځي مقام اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي وو چې د استخباراتي معلوماتو له مخې ددې برید تر شا د حقاني شبکې لاس دی.

همدې مقام دا هم ویلي وو چې د حقاني شبکې ددې برید پړه په دې خاطر نه وه منلې چې په دې سره پر پاکستان فشار زیاتیږي صکه دا ډله په پاکستان کې میشت ده او هلته امن ځایونه لري.

یادونه: په رپوټ کې د رویترز اژانس له منابعو استفاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG