د لاس رسي وړ اتصالات

نیکلسن: طالبانو د شاهین قول اردو جومات کې افغان سرتیري وژلي


په حمله د وژل شویو او ټپي شویو د شمیر په اړه ډول ډول رپوټونه ورکړل شوي
په حمله د وژل شویو او ټپي شویو د شمیر په اړه ډول ډول رپوټونه ورکړل شوي

د بلخ د شاهین په ٢٠٩ قل اردو باندې حمله پای ته ورسیده.

د شاهین قل اردو مطبوعاتی مرستیال نصرت الله جمشیدي د امریکا غږ ته وویل چې د حمله کوونکو شمیر شاوخوا شپږ تنه و او په دې بهانه چې د فاریاب د قل اردو منسوبین دي او مریض له ځانه سره لري، د شاهین قل اردو ته ننوتل.

ښاغلي جمشیدي زیاته کړه چې حمله کوونکو وکړای شول چې د لومړی او دهمې دروازې څخه تیر شي خو په دریمه دروازه کې وپیژندل شول.

هغه همداشان وویل چې یو حمله کونکی ژوندی نیول شوی او نور ټول د افغان سرتیرو له خوا وژل شوي دي.

ددې قل اردو یو مطبوعاتي مسؤل قهار ارام، دمخه د امریکا غږ ته ویلي وو چې په دې نښته کې اته افغان سرتیري وژل شوي او یوولس ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې د ناتایید شویو منابعو په وینا په دې جگړه کې شاوخوا پنځوس کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن په یوه اعلامیه کې د بلخ په شاهین قول اردو باندې د طالبانو حمله غندلې او هغه یې یو وحشیانه عمل بللی دی.

جنرال نیکلسن په دې اعلامیه کې ویلي دي چې طالبانو په جومات او د ډوډۍ خوړولو په خونه کې افغان سرتیري وژلي دي، خو په اعلامیه کې نه دي راغلي چې څومره کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د بلخ د ٢٠٩ شاهین قول اردو د حملې جزییات
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

هغه وایي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او افغانان د تروریزم سره په جگړه کې یو باوري ملگری لري چې تر څنگ یې ولاړ دی.

جنرال نیکلسن د افغان کوماندو ځواکونو ستاینه کړې چې دغه برید یې ژر ختم کړ.

د پیښې لومړني معلومات

د بلخ په ولایت کې امنیتي سرچینې وايي، چې نن شاوخوا یوه نیمه بجه یو شمیر وسله والو د افغان پوځ د دوو رنجر پک اپ موټړو په واسطه د بلخ ولایت د ده دادي په ولسوالۍ کې د افغان پوځ د شاهین قول اردو په قوماندانۍ برید کړی دی.

د شاهین ٢٠٩ قول اردو یو مطبوعاتی مسول قهار آرام د امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه د حمله کوونکو شمیر نه دی معلوم، خو ددغو حمله کوونکو موقعیت تر محاصرې لاندې دی.

د ښاغلي آرام په ونیا تر اوسه په دغه جگړه کې د قول اردو اته تنه سرتیري وژل شوي دي او ١١ تنه نور ټپیان دي.

په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته د شاهین قول اردو پر قوماندانۍ د جمعې د ورځې برید تائید کړ.

یوې امنیتي منبع په سیمه کې د امریکا غږ خبریال ته وویل چې لس تنه حمله کوونکي قول اردو ته ننوتي او ددې قول اردو په دوهمه دروازه کې پیژندل شوي دي. ددې حمله کوونکو څخه یو یې په دوهمه دروازه کې ځانمرگې حمله کړې او نور یې دننه قوماندانۍ ته ننوتي دي.

حمله کوونکي د ٢٠٩ شاهین قل اردو د قوماندانۍ په جومات باندې له حملې وروسته په جگړه لاس پورې کړی او جگړه اوس هم روانه ده.

تر اوسه د مرگ ژوبلې په هکله رپوټ نه دی ترلاسه شوی.

جنرال وزیري په اړه زیات جزئیات ور نه کړل، خو وویل چې یو تن حمله کوونکی چې ځانرگی واسکټ یې اغوستی و، د افغان سرتیرو له خوا دمخه تر دې چې خپل منفجره مواد وچوي، ووژل شو.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي، چې د دغې ډلې یو شمیر وسله والو د شاهین قول اردو پر قوماندانۍ د موټر بم برید کړی چې د دغه برید وروسته نور بریدګر له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکیل شوي چې په سیمه کې جګړه لا هم روانه ده.

په سیمه کې امنیتي چارواکو ویلي چې دا برید د جمعې د ورځې د لمانځه پر مهال شوی او د برید پر وخت د قول اردو ډیر منسوبین د لماڼخه لپاره په جومات کې راغوڼد شوي وو.

تراوسه لا د بریدګرو دقیقشمیر څرګند نه دی، خو په ځینو رپوټونو کې د هغوی شمیر څلور تنه ودل شوی دی.

په دې برید کې د سر د زیان په اړه تراوسه جزئیات نه دي ورکړل شوي

XS
SM
MD
LG