د لاس رسي وړ اتصالات

بلوڅ بېلتون غوښتونکو کندهار کې د خپل قوماندان وژنه تائید کړې


د پاکستان د بلوچستان صوبې د بلوڅانو د بیلتون غوښتونکو د یوې ډلې ویاند جنید بلوڅ د یو نامعلوم ځاې نه په خپور شوې بیان کې د خپل قوماندان وژل کیدل تایئد کړیدي.

د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکې ډلې بي ایل ای په کندهار کې د خپل قوماندان اسلم اچو په یو برید کې وژل کیده تائید کړیدي.

جنید بلوڅ په دغه خپور شوې بیان کې وایي چې اسلم اچو د ٢٥ کلونو نه د بي ایل ای مشري کوله او د بلوڅانو د ازادۍ لپاره یې خپل ځوان زوی هم قربان کړی و.

پاکستاني چارواکي وایي چې اسلم اچو په کراچۍ کې د چین په قونصلگرۍ د تیرې میاشتې د حملې ترتیبونکی و.

سرچېنې وایي چې اسلم اچو د کندهار د عینو مینې په سیمې کې په یو کور کې اوسیده چې د سه شنبې په ورځ په یوې ځانمرگې برید کې ووژل شو.

په دغه برید کې د اسلم اچو سره د هغه د بي ایل ای ډلې دوه نور قوماندانان تاجو مري او رحیم مري وژل شویدي. پدی برسیره په دغه برید کې د هغه ۴ مخالفین هم ووژل شول.

د پاکستان امنیتي اداری وایي چې هغه په بلوچستان کې د حملو نه وروسته افغانستان ته تښتیدلی و. دغه چارواکي وایي چې هغه په یوې حملې کې د زخمي کیدو نه وروسته افغانستان ته تښتیدلی و او د هغه ځای نه به یې په پاکستان کې حملې ترتیبولې.

د بلوچستان حکومت د هغه په سر پنځه ملیونه ډالره انعام ایښې و.

XS
SM
MD
LG