د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان حکومت د ناقانونه کډوالو د ستنولو لپاره درې مرکزونه ټاکلي


له پاکستانه د ناقانونه کډوالو، چې ډېر یې د افغانستان وګړي دي، د اېستلو په لړ کې د بلوچستان حکومت د دغه صوبې په درېو سیمو کې مرکزونه ټاکلي چې کډوال پکې تر راغونډولو وروسته خپل هېواد ته شړي.

ناقانونه کډوالو ته د ټاکلې وروستۍ نېټې له رانیږدېدو کېدو سره سم د پاکستان حکومت د کډوالو شړلو چارې ګړندۍ کړې دي.

د بلوچستان لنډمهالي حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د جمعې پر ورځ (د اکتوبر ۲۸مه) په کوټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د صوبې په کلا سیف الله، قمرالدین کارېز او چاغي کې یې درې مرکزونه ټاکلي دي چې له دغه ځایونو ناقانونه کډوال افغانستان او ایران ته ستانه کړي. نوموړي زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا کې ورته مرکزونه پرانیستي چې ناقانونه افغان کډوال پکې راټول او خپل هېواد ته یې ستانه کړي.

خبري غونډې ته د اطلاعاتو وزیر په ټینګار سره وویل چې د ناقانونه کډوالو د اېستلو لپاره یې ټولې اړونده دولتي ادارې ګومارلې دي. جان اڅکزي زیاته کړه چې له سیند او پنجاب صوبې رااېستل شوو ناقانونه کډوالو لپاره یې د کوټې ښار حاجي کمپ پرانیستی دی او همدغه ډول په پښین او چمن ښارګوټو کې یې هم مرکزونه ورته جوړ کړي دي.

د اطلاعاتو سرپرست وزیر خبري غونډې ته وویل چې تر دا مهاله له بلوچستان صوبې څخه نږدې ۱۶ زره افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت دمخه اعلان کړی وو چې د روانې اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې دې ناقانونه وګړي په خپله له دې هېواده ووزي ګنې تر هغه وروسته به نيول کيږي او خپلو ملکونو ته به شړل کيږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون په پاکستان کې په ناقانونه توګه میشتو خلکو د اېستلو يا خپلو ملکونو ته ستنولو په پرېکړه اندېښنه ښودلې او ويلي یې دي چې له دغه اقدامه به یې په پاکستان کې څه نا څه ۱.۴ میلیونه افغان کډوال اغېزمن شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر وياندې روينا شمداساني د جمعې په ورځ په ژنیو کې خبريالانو ته ویلي، په پاکستان کې تر دوو میليونو زيات اسناد نه لرونکي افغان کډوال اوسيږي او په دوی کې لږ ترلږه شپږ لکه کسان داسې دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

هغې ویلي، "موږ باور لرو چې زیات شمیر افغانان به د ستنولو پر مهال د بشري حقونو د سختو سرغړونو له ګواښ سره مخامخ شي، دوی په ناجايزه توګه نيول کېدای شي، تشدد، ظلم او غېرانساني چلند ورسره کېدای شي."

شمداساني زياته کړې، "په ځانګړي ډول مدني فعال، خبريالان، د بشري حقونو فعالان، پخواني حکومتي او امنيتي چارواکي، ښځې او نجونه د خطر ښکار کېدای شي".

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] او د مهاجرت نړیوال سازمان [ای او اېم] د شمېرو له مخې د روانې اکتوبر میاشتې پر درېمه نېټه چې د پاکستان حکومت ناقانونه کډوالو ته له خپل هېواد څخه د وتلو امر وکړ له هغه راهیسې تر اوسه ۵۹۷۸۰ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په دوی کې ډېر يی د نیول کېدو له ویرې له پاکستان څخه وتلي دي.

شمداساني ویلي، د پاکستان لخوا اعلان شوې وروستۍ نېټه (د اکتوبر ۳۱مه) په رانېږدې کېدو ده، ملګري ملتونو پر پاکستاني چارواکو غږ کوي چې د افغانانو په زوره شړلو عمل وځنډوي چې دوی د بشري حقونو له سرغړونو وژغورل شي.

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي چې د مجبوره کډوالو امنیت وساتي او په راتلونکې کې دوی په خوندي توګه، په درنښت او له نړيوال قانون سره سم خپل هېواد ته ستانه کړي.

شمداساني زياته کړې، په افغانستان کې ژمی پیلېږي او له پاکستان څخه په لوی شمېر د افغانانو شړل به په افغانستان کې بشري ناورین نور زیات کړي. هغې په افغانستان کې د روانې میاشتې د زلزلو یادونه هم وکړه چې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان پکې مړه شوي او تر ۱۸۰۰ زیات ژوبل شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې [اوچا] دمخه ویلي چې د افغانستان د ۴۳ میلیونه نفوس ۳۰ میلیونه یې مرستو ته اړتيا لري او ۳.۳ میلیونه وګړي یې په هېواد دننه بې کوره دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG