د لاس رسي وړ اتصالات

د حیض په اړه پوهاوی د بامیان په تعليمي نصاب کې شامليږي


د بامیان ولایت د پوهنې ریاست ویلي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونسف) په مرسته يې په دغه ولایت کېد ښوونځیو زده کوونکو لپاره د میاشتني عادت په اړه پوهاوی پیل کړی.

د یونسف ادارې یوې څیړنې ښودلې چې په افغانستان کې ۷۰ سلنه نجونې د عقیم کیدو له ویرې د خپل میاشتني عادت پر مهال ځانونه نه وینځي، ۲۹ سلنه یې د میاشتني عادت پر وخت ښوونځي ته نه ځي، ۸۰ سلنه یې په ټولنیزو مراسمو کې برخه نه اخلي او نږدې ۵۰ سلنه یې بیا د میاشتني عادت په اړه تر هغې نه پوهیږي چې پخپله یې تجربه نه کړي.

په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست د روغتیا مدیریت مسئولې راضیه رضايي امریکا غږ ته وویل :”مونږ پلان لرو چې سږکال هغه کتاب چې د نجونو د میاشتني عادت په اړه چاپ شوی ښوونکو ته وروپیژنو چې بل کال ته به همدغه کتاب د ښوونځيو په نصاب کې شامل شي. “

یونسف په ۲۰۱۹ کال کې د میاشتني عادت په اړه د پوهاوي له ۱۰۰ زره څخه ډیرې نسخې په دري او پښتو خپرې کړي. دغه رسالې د ۲۲ ولایتونو په ۱۲۵۰ ښوونځیو کې توزیع شوي او نږدې ۳۰۰ ښوونکي د میاشتني عادت په اړه د پوهاوي برخه کې روزل شوي دي.

په بامیان کې ښځینه زده کوونکې وایي چې د میاشتني عادت په اړه د پوهاوي نه شتون له کبله ښوونځيو ته تلل ورته سخت دي. همداراز په ښوونځيو کې د معیاري تشنابونو نه شتون بله ستونزه ده چې دوي ورسره لاس او ګریوان دي.

په بامیان کې د نجونو د لیسې دوه زده کوونکې، مریم او آمنه وایي چې لومړي ځل لپاره د نهم ټولګي په بیولوژي کتاب کې یې د میاشتني عادت په اړه ولوستل. دوي په دې باور دي چې د میاشتني عادت په اړه پوهاوی کولی شي دغه نجونې له ګڼو روغتیایي ستونزو وژغوري.

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست وایي چې د دغې ستونزې حل کولو لپاره د یونسف په مرسته هڅه کوي چې نجونو ته په ښوونځیو کې اسانتیاوې برابرې کړي چې نجونې د میاشتني عادت پر مهال په ډاډه زړه ښوونځيو ته لاړې شي.

ډاکټران وایي چې له بالغیدو وروسته د یوې نجلۍ میاشتنی عادت پر وخت راتلل د هغې د روغتیا سلامتي ښيي خو په افغانستان کې د میاشتني عادت په اړه حتی خبرې کول شرم (تابو) ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG