د لاس رسي وړ اتصالات

بامیانو کې ۱۶ سلنه ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي ـ سروې


د بامیان ولایت د پوهنې ریاست د یوې سرورې له‌مخې د دغه ولایت د ۱۷۲ زره او ۲۳۳ ماشومانو له ډلې چې عمرونه یې له ۷ څخه ۱۸ کلنو پوري دي ۲۳زره یې له زده‌کړو بې برخې دي.

د دغه سروې له‌مخې له زده‌کړو څخه د پاتې ماشومانو زیاته برخه نجونې دي.

د بامیانو د پوهنې ریاست مسؤلین وايي، چې دامهال په دغه ولایت کې ۱۴۹زره ماشومانو په رسمي‌ او غیر سیمي مرکزونو په زده‌کړو بوخت دي چې ۸۶ زره یې پر شرایطو برابر دي او ۱۶ سلنه ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر۲۳مه» وویل چې په بامیانو کې ۱۴۹زره ماشومان په زده‌کړو بوخت دي چې ۵۳سلنه یې هلکان او ۴۷ سلنه یې نجونې دي.

د بامیانو د پوهنې رئیس ایوب اروین په دې اړه امریکا غږ ته وویل:"دا ارقام د دې ښکارندوي کوي، هغه کسان چې باید زده‌کړو ته لاس رسی ولري ۱۶ سلنه یې بې برخې دي، چې ۲۳زره او ۳۰ ماشومان نجونې او هلکان پکې شامل دي."

ښاغلي اروین وویل چې بېوزلۍ او ټولنیزو ستونزو زده‌کړو ته د یادو ماشومانو د لاس رسي مخه نیولې ده.

​پر همدې مهال د بامیانو یو شمېر مدني فعالان د نورو ستونزو ترڅنګ د دغه ولایت د پوهنې ریاست کمزوری فعالیت، له کلیو څخه د ښوونځیو لیري والی له ښوونځیو څخه د ماشومانو د پاتې والي عمده لاملونه یادوي.

په بامیانو ولایت کې له ۳۵۰ بابه څخه زیات ښوونځي فعال دي چې له ۱۴۹زره څخه زیاتې نجونې او هلکان پکې په زده‌کړو بوخت دي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د جګړو او بېوزلۍ له امله زده‌کړو ته لاس رسی نه‌لري، چې له ډلې ۱.۹ میلیونه ماشومان په درندو کارونو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG