د لاس رسي وړ اتصالات

غزني: ۱۰ ولسوالیو کې یوه نجلۍ هم له ښوونځي نه ده فارغه شوې


ټولنیز محدودیتونه، نا امني او د مخکنیو چارواکو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې د غزني په ناامنو ولسوالیو کې ښوونځي وتړل شي
ټولنیز محدودیتونه، نا امني او د مخکنیو چارواکو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې د غزني په ناامنو ولسوالیو کې ښوونځي وتړل شي

د غزني د پوهنې رئیس محب الرحمن انصار وايي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د دغه ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې یوه نجلۍ هم له ښوونځي فارغه شوې نه ده.

د ښاغلي انصار په وینا ټولنیز محدودیتونه، نا امني او د مخکنیو چارواکو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې د غزني په ناامنو ولسوالیو کې ښوونځي وتړل شي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل "د زنخان، ګیرو، اندړو، ګیلان، آبند و ناوه، خوګیاڼيو، واغظ، رشیدان او د اجرستان په ولسوالیو کې د نجونو هېڅ ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي نشته. دا داندېښنې وړ ده."

په همدې حال کې د غزني د ولایتي شورا مشر نصیر احمد فقیري د دغه ولایت د معارف د مشر دا څرګندونې د لوی فساد ښکارندوی بولي. ښاغلی فقیري وايي چې دوی ته ویل شوي وو چې په دغو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي شته.

هغه وویل "دا د فساد ښکارندوی دی او د خیالي، ښونځیو، شاکردانو او ښوونکو موجودیت ثابتوي. له شک پرته چې د دغو ښوونځیو په نوم بودیجه هم خوړل شوې ده. موږ په دې اړه د پلټنو غوښتنه کوو ".

تر دې مخکې د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د خيالي ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو د موجودیت په اړه راپورونه ورکړل شوي وو. دا ډول ادعاوې د ډېرو په باور په افغانستان او په خاص ډول د افغانستان د پوهنې په برخه کې د لوی فساد موجودیت ښکاره کوي. افغانستان په نړۍ کې د فاسدو هېوادونو د لست په سر کې ځای لري.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې دا مهال په ټول هېواد کې ۳.۷ میلیون ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې ۶۲-۶۵ سلنه یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG