د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش له افغانستان سره سیالیو ته لوبډله اعلان کړه


دا د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د ۲۰ اورونو لومړنی سیریز دی
دا د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د ۲۰ اورونو لومړنی سیریز دی

د بنګله دېش کرکټ بورډ له افغانستان سره د ۲۰ اورونو د دریو لوبو سیریز ته لوبډله اعلان کړه.

د بنګله دېش د لوبډلې مشري شکیب الحسن کوي. شکیب الحسن دا مهال د آی پي اله په سیالیو کې له راشد خان او محمد نبي سره د سنرایزر حیدراباد په لوبډلې کې لوبیږي.

د بنګله دېش په اعلان شویو لوبغاړو کې د دغه هېواد نور مخکښ لوبغاړي لکه تمیم اقبال، مشفق الرحیم، مستفیظ الرحمن، محمد الله، او نور شامل دي.

د افغانستان او بنګله دېش ترمځ د ۲۰ اورونو دغه نړیوالې سیالۍ د جون په درېیمه په هند کې پیلیږي. افغانستان بنګله دېش هند ته وربللی دی.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰ اورونو لومړنی سیریز دی. افغان لوبغاړي له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهېسې په هند کې د دغو سیالیو لپاره په چمتوالي‌بوخت دي.

د افغانستان د کرکټ وتلي لوبغاړي راشد خان څه موده مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې بنګله دېش ښه لوبډله ده خو افغانستان په ۲۰ اورونو کې له هرې لوبډلې سره قوي سیالي کولی شي.

XS
SM
MD
LG