د لاس رسي وړ اتصالات

د راشد خان ارمان پوره شو؛ ویرات کوهلي یې وسوځوه


راشد خان ویرات کوهلي، ای بي ډیولرز او معین علي وسوځول
راشد خان ویرات کوهلي، ای بي ډیولرز او معین علي وسوځول

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د آی پي ال په روانو سیالیو کې د د رایل چلنجر بنګلور خلاف لوبې کې درې لوبغاړي وسوځول.

د آی پي ال د پنجشنبې د ورځې (مۍ۱۷) په سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې له رایل چلنجرز بنګلور سره لوبه وکړه. حیدراباد پچه وګټله خو بنګلور ته یې د منډو ورکولو بلنه ورکړه.

راشد په دریو اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې خو درې مهم لوبغاړي یې هم وسوځول. هغه د هند د ملي لوبډلې او د رایل چلنجرز بنګلور کپټان ویرات کوهلي په خپل لومړي اور کې بولډ اوټ کړ. راشد یو مهال ویلي وو چې د کوهلي سوځول یې غټ ارمان دی چې نن پوره شو.

راشد خان همدغه راز د نړۍ یو بل مخکښ لوبغاړی ای بي ډیولرز هم وسوځوه. هغه یې په تېرې لوبې کې سوځولی و. راشد خان درېیم لوبغاړی چې وسوځوه معین علي و. ډیولرز او معین علي د بنګلور لپاره د څه باندې ۱۰۰ منډو ملګرتیا وکړه، خو راشد په یوه اور کې دواړه وسوځول.

راشد خان د لوبې پر مهال یو ښکلی کیچ هم ونیوه چې ډېر وستایل شو. راشد خان په یو لاس کیچ ونیو او شاته یې ځان وغورځوه.

آی پي ال په خپل رسمي ټویټر کې د راشد خان دا کیچ خپور کړی دی. په ټولنیزو رسنیو کې دکرکټ مینوالو د راشد خان دا کیچ ډېر ستایلی دی.

XS
SM
MD
LG