د لاس رسي وړ اتصالات

د شاهرخ خان 'پټهان' فلم په بنګلدېش کې نندارې ته وړاندې شو


پټهان په تېرو څلورو کلونو کې د شاهرخ خان لومړنی فلم دی چې ترڅنګ یې هندۍ ډیپیکا پډوکون او د جنګي فلمونو مشهور ستوري جان ابراهم هم رول لوبولی دی.
پټهان په تېرو څلورو کلونو کې د شاهرخ خان لومړنی فلم دی چې ترڅنګ یې هندۍ ډیپیکا پډوکون او د جنګي فلمونو مشهور ستوري جان ابراهم هم رول لوبولی دی.

په زرګونو بنګلدېشیان د جمعې په ورځ مۍ ۱۲ (غوايي ۲۲) په پایتخت ډاکه کې د شاهرخ خان د مشهور فلم "پټهان" د لیدلو دپاره سینماګانو ته ورغلي وو.

دا په تیرو ۵۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې یو هندي فلم په بنګلدېش کې په اصلي بڼه نندارې ته وړاندې کیږي.

پټهان فلم چې له اکشن څخه ډک د جاسوسۍ یو داستان دی، په جنوري کې بازار ته له راتلو وروسته د بریالیو هندي فلمونو ریکارډ مات کړی دی.

بنګلدېش په ۱۹۷۱ کې له ازادېدو وروسته د بنګلدېشي فلم جوړوونکو په غوښتنه، د ځايي فلمونو د ودې په موخه په هېواد کې د هندي فلمونو په ښودلو بندیز ولګوه. که څه هم، هند له پاکستان څخه د ازادۍ اخیستلو دپاره د بنګلدېش د مبارزې ملاتړ کړی و.

خو د بنګلدېش سینما پرمختګ ندی کړی، د ټیټ کیفیت لرونکي محلي فلمونه یې زیات مینه وال نلري او د هند د بالیوډ د شاندارو فلمونو سره د مقایسې وړ ندي. د بنګلدېش یوازنی فلمي ستوری شکیب خان هم د زړښت پر خوا روان دی.

د بنګلدېش ځینې سینماګانې د سوړ بازار په خاطر د لیدونکو د راجلبولو پاره حتی په غیرقانوني ډول د لوڅو فلمونو ښودلو ته اړ شوي دي. خو په تیرو ۲۰ کلونو کې له ۱۰۰۰ زیاتې سینماګانې تړل شوي او پر ځای يې مارکېټونه او اپارتمانونه جوړ شوي دي.

د بنګلدیشي سینماګانو مسئولینو په ۲۰۱۵ کې د هندي فلمونو په ښودلو د بندیز لیرې کولو هڅه وکړه او د بالیوډ دوه مشهور فلمونه "وانټډ" او "د تري ایډیټس" یې نندارې ته وړاندې کړل، خو د بنګلدیشي فلمي لوبغاړو د احتجاج له کبله سینماوې اړ شوې چې ددغو فلمونو ننداره بنده کړي.

د بنګلدېش حکومت بالاخره تیره میاشت فرمان صادر کړ چې د هند او سویلي اسیا د نورو هیوادونو څخه په کال کې د لسو فلمونو واردولو ته اجازه شته.

پټهان د بنګلدېش په ۴۱ سینماګانو کې ښودل کیږي او په پایتخت ډاکه کې ددې فلم ټول ټکټونه له وړاندې پلورل شوي.
پټهان د بنګلدېش په ۴۱ سینماګانو کې ښودل کیږي او په پایتخت ډاکه کې ددې فلم ټول ټکټونه له وړاندې پلورل شوي.

د بنګلدېش د اطلاعاتو وزیر حسن محمود وايي: "په پاکستان کې هم یو ځل د سینماګانو شمېر ۳۰ یا ۳۵ ته راښکته شو. بیا دوی د هندي فلمونو واردولو ته اجازه ورکړه. له هغه وخته راهیسې د سینماګانو شمېر یې شاوخوا ۱۲۰۰ ته لوړ شوی او د پاکستاني فلمونو معیار هم ورسره ښه شوی دی."

په بنګلدېش کې د پټهان فلم وړاندې کوونکی انونو مامون وايي چې دا فلم د بنګلدېش په ۴۱ سینماګانو کې ښودل کیږي او په پایتخت ډاکه کې ددې فلم ټول ټکټونه له وړاندې پلورل شوي دي.

هغه وايي، د هندي فلمونو ښودلو ته اجازه ورکول به په بنګلدېش کې "ډېر ګټور" ثابت شي ځکه چې د هغه په خبره، بنګلدېشیان د هندي فلمونو سره مینه لري.

XS
SM
MD
LG