د لاس رسي وړ اتصالات

په بنګله دیش کې د اور له کبله ۱۱۶ کسه وژل شوي


د ژغورنې کارکونکي د اور د هغې پېښې په نورو قربانیانو پسي ګرځي چې تر دغه دمه یې ۱۱۶ کسه وژلي. دغه اور د بنګله دیش په پایتخت داکې کې رامنځ ته شو چې ددغه ملک په ۴۰ کلن تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

چارواکي وايي چې دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام هغه وخت وشوه چې د پایتخت داکې په زړه برخه کې یوه برقي ترانسفارمر انفجار وکړ. دغې چاودنې وروسته یو تعمیر ته اور واچوه چې په کې غیري قانوني کیماوي مواد پراته وي او وروسته اور ښپږو نورو اپارتمانونه او څو دوکانونو ته وغځیدی.

د اور په سیمه کې تنګو کوڅو د ژغورنې هلې ځلې سوکه کړي دي او په نتیجه کې یې زیات شمیر د سیمې اوسیدونکي د تعمیرو ترمنځ بند پاته دي.

د وژل شویو کسانو په جمع کې د یوه واده د مراسمو لږ تر لږه ۱۵ کسه شامل دي. چارواکي وايي چې داسي ویل کېږي چې د وژل شویو کسانو شمیر نور هم پسي زیات شي.

د داکې په طبي روغتون کې کارکونکي په دې بوخت دي چې د پېښې د قربانیانو درملنه وکړي.

د بنګله دیش حکومت د پېښې په باب د تحقیقاتو امر کړیْ دیْ او د شنبې ورځ یې د ملي ماتم ورځ بللې ده.

XS
SM
MD
LG