د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دیش کې په جومات کې چاودنې ۱۶ کسان وژلي


پولیس وایي شاوخوا ۲۱ کسان ښه کاري سوځیدلي او روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.
پولیس وایي شاوخوا ۲۱ کسان ښه کاري سوځیدلي او روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.

په بنګله دیش کې پولیس وایي په یو جومات کې چاودنې چې ګمان کیږي د ګازو له وجې به شوې وي، لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي او لسګونه نور پکې ژوبل شوي.

پولیس وایي د اکثریت ژوبلو شویو کسانو روغتیایي وضعیت ښه ندی.

د اضطراري چارو د ادارې مامورین وایي خلکو په جومات کې د ماښام لمونځ کاوه چې چاودنه وشوه او جومات اور واخیست.

تحقیق کوونکو معلومه کړې چې د چاودنې نه وړاندې بریښنا پرې شوې وه او په جومات کې دننه ګاز جمع شوي و. دوي وایي کله چې لمونځ کوونکو د جومات ټولې دروازې او کړکۍ وتړلې او ایېر کنډیشن یې چالان کړ، بریښنا یو پړک وکړ او په جومات کې اور ولګید.

پولیس وایي په دغه پیښه کې د سوځېدلو هغو ۲۱ کسانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی چې د بدن ۷۰ او ۸۰ په سلو کې برخې یې سوځیدلي دي.

په بنګله دیش کې د خوندیتوبت او مصؤنیت قوانین په ډیری مواردو کې د پامه غورځول کیږي او نواقص لري. پدې هیواد کې چې ۱۶۸ ملیونه وګړي لري، هر کال سل ګونه خلک د همدې بې غوریو له وجې مړه کیږي.

XS
SM
MD
LG