د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش کې مقامات وايي د دولت ضد ۱۹۰ خبري ویبپاڼې یې تړلې 


تصویر ارشیف
تصویر ارشیف

د بنګله دېش حکومت د شاوخوا ۱۹۰ هغو ویبسایټونو فعالیتونه بند کړل چې مقامات یې د «دولت ضد» په خپرونو تورنوي. دې کار په هغه هېواد کې د رسنیو د ازادۍ او د رسنیو د ځپلو په اړه اندېښنې پارولې دي.

د بنګله دېش د اطلاعاتو وزیر حسن محمود د هغه هېواد پارلمان ته وویل چې «له استخباراتي راپورونو وروسته» یې د رسنیو د څار ادارې ته لارښوونه وکړه چې دا ویبسایټونه وتړي.

هغه د دغو ویبسایټونو نومونه ونه ښودل او ویې ویل چې هغوی «داسې فعالیتونه کول چې د خلکو په منځ کې یې اندېښنې» پارولې.

د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو او سازمانونو د بنلګه دېش د صدراعظمې شیخ حسینې په مشرۍ د هغه هېواد د حکومت د دا ډول فعالیتونو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

په بنګله دېش کې د سخت دیجیټلي قانون په اساس له ۲۰۱۸ کال راپدېخوا سلګونه کسان نیول شوي او بندیان شوي او دې کار په حکومت باندې انتقادونه هم زیات کړي دي.

په جنوبي اسیا کې د رسنیو د څار مشر فاروق فیصل نن سه شنبه جنوري ۳۱ (سلواغه ۱۱) وویل :«دولت باید د انټرنټ د کنترول کولو هڅه ونکړي. د ویبسایټونو تړل په هېواد کې د رسنیو ازادي ګډوډوي او د ناسمو معلوماتو او درواغو خپرېدو ته لاره هواروي.»

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک د بنګله دېش د حکومت د دغه اقدام په اړه وویل چې د بیان ازادي باید «خوندي وي».

هغه په نیویارک کې وویل: «خبریالان حق لري چې خپل خبري ویبسایټونه په ازاد ډول اداره کړي او موږ غواړو په دې برخه کې د مثبت حرکت شاهدان واوسو.»

د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۲ په راپور کې بنګله دېش د بیان د ازادۍ په لست کې ۱۶۲م هېواد ګڼلی دی. د دغه جدول په اساس، بنګله دېش تر روسیې او افغانستان هم وروسته دی، په جدول کې روسیه په ۱۵۵ او افغانستان په ۱۵۶ مقام کې دی.

د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په افغانستان کې سلګونه رسنۍ وتړل شوې او سلګونه خبریالان بې کار او روزکار شول او یو شمېر له افغانستان څخه وتښتېدل. روسیې هم په اوکراین باندې له برید وروسته په رسنیو باندې محدودیتونه ډېر کړي دي.

بنګله دېش په ۲۰۱۸ کې هم تر انتخاباتو مخکې یو شمېر ویبسایټونه تړلي وو.

XS
SM
MD
LG