د لاس رسي وړ اتصالات

باربارا بوش نن خاورو ته سپارل کیږي


باربارا بوش، د سه شنبې په ماښام (اپریل ١٧) د ٩٢ کالو په عمر له نړۍ سترگې پټې کړې او نن د شنبې په ورځ (اپریل ٢١) د ټکساز د هیوسټن په ښار کې خاورو ته سپارل کیږي.

د میرمن بوش د ښخولو په مراسمو کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ونډه اخیستې. تمه ده چې د امریکا مخکنی جمهور رئیس باراک اوباما او میرمن یې میشل اوباما، بیل کلنتن او میرمن یې هیلري کلنتن هم ددې جنازې په مراسمو کې گډون وکړي.

باربارا بوش، د امریکا د ۴١ جمهور رئیس جورج هربرت بوش میرمن وه چې د امریکا د ۴٣ جمهور رئیس جورج والکر بوش په گډون د شپږو اولادونو مور وه.

د بوش کورنۍ ویلي دي چې د امریکا د پخواني جمهور رئیس میرمن د ژوند په وروستیو کلونو کې په قلبي او ځیگر په ناروغیو اخته شوې وه.

میرمن بوش د ژوند په وروستیو ورځو کې د روغتیایي حالت د خرابیدو په وجه په روغتون کې د درملنۍ له دوام نه ډډه وکړه او ویې غوښتل چې د ژوند وروستۍ ورځې د خپلې کورنۍ تر څنگ په ارامه تیرې کړي.

باربارا بوش تند مزاجه او په رښتیا خبرو مشهوره وه، د هغې ناوې لورا بوش د جورج واکر بوش، میرمن په خپل کتاب کې لیکلي "هغې [باربارا بوش] هیڅکله د خپلو افکارو له څرگندولو ډډه نه کوله. هغې تقریباً زما پر ټولو دوستانو په سختو ویناو حمله کړې وه."

بارابارا بوش په ۲۰۰۳ کال کې د خپل ژوند په هکله یو کتاب لیکلی چې عنوان یې "د سپینې ماڼۍ وروسته ژوند" دی.

XS
SM
MD
LG