د لاس رسي وړ اتصالات

د جورج بوش لور د سینما له یو هنرمند سره واده وکړ


باربارا بوش او پلار یې جورج ډبلیو بوش
باربارا بوش او پلار یې جورج ډبلیو بوش

د امریکا د پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش لور باربرا بوش، د سینما د یو لوبغاړي او لیکوال سره واده وکړ.

د واده دغه مراسم چې د اوونۍ د پای په رخصتیو کې په خصوصي توگه د امریکا د مین په ایالت کې وشول یوازې ٢٠ تنه میلمانه پکې بلل شوي وو چې د جورج بوش پلار جورج هربرت واکر بوش، او همداشان د ناوې نیکه شامل وو.

جورج هربرت واکر بوش، د ناوې نیکه هم په مراسمو کې گډون کړی و
جورج هربرت واکر بوش، د ناوې نیکه هم په مراسمو کې گډون کړی و

جورج هربرت واکر بوش چې په "پلار بوش" مشهور دی د زړه د ناروغۍ له کبله د مین په ایالت کې د بوش کورنۍ د دوبي په کور کې ژوند کوي او په همدې خاطر لمسۍ یې باربارا بوش، د خپل واده لپاره دا ځای ټاکلی و.

د جورج بوش د لور باربارا بوش،نوم د هغې د نیا د نوم په څیر دی چې د ٢٠١٨ کال په اپریل میاشت کې د ناروغۍ له امله مړه شوه.

د محلي رسنیو د رپوټوو له مخې زوم چې کرگ کوین نومیږي د اتلانتا ایالت اوسیدونکی دی چې په ٢٠٠٥ کال کې یې د "جارهډ" په نامه په مشهور جنگي فلم کې کار کړی و هغه د فلم کیسې هم لیکي.

ټاکل شویده چې باربار بوش او میړه به یې په نیویارک کې ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG