د لاس رسي وړ اتصالات

په بلاروس کې د روسیې او اروپایي اتحادیې مقابله 


پداسې حال کې چې په بلاروس کې مظاهرې روانې دي او په لسګونو زره کسان په ستر لاریون کې د هغه هیواد د جمهور رئیس ګوښه کیدل غواړي، روسیه په بلاروس کې د اروپایي اتحادیې په وړاندې دریدلې ده.

الکساندر لوکاشینکو، د شپږم ځل لپاره د بلاروس د جمهور رئیس په توګه اعلان شو، خو د هغه سیاسي مخالفین وایي چې ښاغلی لوکاشینکو د درغلیو له لارې بریالی شوی دی. ښاغلی لوکاشینکو وایي د انتخاباتو ګټونکی دی او له واک نه ګوښه کیږي.

ددغو مخالفتونو په نتیجه کې په بلاروس کې سترې مظاهرې روانې دي او حکومت د اعتراض کوونکو په ځپلو لاس پورې کړی او په زرګونو کسان یې نیولي دي.

روسیه د اروپايي اتحادیې په وړاندې

اروپایي اتحادیې تصمیم نیولی چې د اعتراض کوونکو د خونړۍ ځپنې په وجه د بلاروس په یو شمیر مشرانو بندیزونه ولګوي.دا پداسې حال کې دي چې روسیې بلاروس ته د پوځي مرستې وړاندیز کړی دی.

جرمني او بریتانیا نن د اګست ۱۷ (زمري ۲۷) وویل چې د اروپایي ټولنې له خوا د بندیزونو د لګولو تصمیم ملاتړ ته تیار دي.

د جرمني حکومت د بلاروس د حکومت او مخالفینو ترمنځ د ملي مذاکراتو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان کولای شي د بلاروس د انتخاباتو په ارزونه کې مرسته وکړي.

د بریتانیا حکومت نن وویل چې د بلاروس انتخابات له درغلیو ډک وو او هغه په رسمیت نه پیژني او همداشان پدې هیواد کې د اعتراض کوونکو ځپل وغندل.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب ګواښ وکړ چې پر بلاروس باندې به بندیزونه ولګوي. هغه ددغه هیواد د انتخاباتو په اړه د نړیوالو خپلواکو پلټنو غوښتنه وکړه.

بلخوا د بلاروس جمهور رئیس په لیتوانیا کې د ناتو پوځي تمرینونو ته په اشارې وویل چې ناټو ددې هیواد د پولې په ۱۵ دقیقو فاصله کې ټانکونه او الوتکې ځای پر ځای کړي او ګاونډي هیوادونه هغه ته د انتخاباتو د بیا تر سره کولو امرونه کوي.

کرملین د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اړتیا په صورت کې تیار دی چې د ۱۹۹۴ کال د امنیتي تړون په اساس بلاروس ته پوځي مرستې واستوي.

کرملین د کوم شخص هیواد او یا کوم تړون د نوم له ذکر کولو پرته ویلي چې بهرني فشارونه په بلاروس باندې تحملیږي.

په انتخاباتو کې لوکاشینکو سیالې سویتلانا تیخانوفسکایا، له لیتوانیا څخه په یو ویدیویي پیغام کې ویلي چې د بلاروس د واک نیولو ته تیاره ده. هغه د انتخاباتو وروسته مجبوره شوه چې ګاونډي هیواد لیتوانیا ته لاړه شي.

XS
SM
MD
LG