د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل صدراعظم په فساد او رشوت تورن شو


د اسرائیل په صدراعظم بنیامین نتنیاهو باندې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (عقرب ۳۰) د فساد، بډې اخیستلو، اختلاص او اعتبار ماتولو تور لګیدلی.

د اسرائیل لوی څارنوال اویشای مندیلبلیت په داسې حال کې صدراعظم نتنیاهو باندې په رسمي توګه دغه تورونه لګولي چې د نتنیاهو د مجرم پیژندلو په صورت کې د هغه د ځای ناستي په اړه کوم واضح معلومات نشته.

د لوی څارنوال دغه کار په هیواد کې په سیاسي ډګر کې یو ډول ګډوډي جوړه کړې او لا معلومه نده چې د نتنیاهو پر ځای به څوک د هیواد مشري په لاس کې واخلي.

ښاغلي نتنیاهو په هر ډول فساد کې لاس درلودل رد کړي.

د قانون په اساس، د اسرائیل صدراعظم اړ نه دی چې یواځې په فساد باندې د تورن کیدلو له کبله له دندې ګوښه شي.

XS
SM
MD
LG