د لاس رسي وړ اتصالات

د برلین دیوال د نړیدو ٣٠ مه کلیزه


د برلین د دیوال له نړیدو ٣٠ کاله تیر شول؛ هغه دیوال چې نه یواځې جرمني بلکه د نړۍ زیاته برخه یې په دوو برخو ویشلې وه.

د برلین دیوال په ١٩٦١ کال کې د سړې جگړې په پرمهال جوړ شو او ٢٨ کاله یې جرمني په دوو برخو ختیځ او لویدیځ بیل کړ.

دغه دیوال شاوخوا درې نیم متره لوړ او شاوخوا ١٥٥ کیلومتره اوږد و.

په ١٩۴٥ کال کې د دوهمې نړیوالې جگړې په ترڅ کې د جرمني نازي رژیم له چپه کیدو وروسته جرمني په دوو برخو وویشل شو او ټولې هغه سیمې یې چې جرمنانو د جگړې پر مهال په ختیځه اروپا، پولنډ او روسیه کې ترلاسه کړې وې، بیرته پریښودلې.

د برلین دیوال
د برلین دیوال

تر ١٩۴٩ کال پورې لویدیځ جرمني د امریکا په مشرۍ د متحدینو د ځواکونو له خوا او ختیځ جرمني د پخواني شوروي د ځواکونو له خوا اداره کیده چې دوه جرمني دولتونه رامنځ ته شول.

په ختیځ جرمني کې سوسیالستي نظام او په لویدیځ جرمني کې فدرالي نظام واکمن شو.

د جرمني د بیا یووالي امکان د لویدیځ جرمني د مشرانو د هڅو په نتیجه کې د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ د نړيوالې ټولنې، د ګورباچف په مشرۍ د شوروي اتحاد او د فرانسې او بريتانيا د ټینگ ملاتړ په نتيجه کې رامنځ ته شو.

د برلین د دیوال له نړیدو وروسته لویدیځ لور ته د ختیځ برلین د اوسیدونکو تگ
د برلین د دیوال له نړیدو وروسته لویدیځ لور ته د ختیځ برلین د اوسیدونکو تگ

د ١٩٨٩ کال د نومبر د میاشتې په نهمه د جرمني اوسیدونکو وکړای شول چې د پخواني شوروي اتحاد د مشر میخایل کورباچوف د "گلاسنوست" یا شفافیت او د "پروستروایکا" یا بیارغاونې د بهیر او همداشان د پولنډیانو او هنگریانو په مرسته په سوله ییزه توگه په ختیځ او لویځ ویشل شوی هیواد بیرته متحد کړي.

د برلین د دیوال یوه برخه چې د براندینبرگ د دروازې مخې اباد شوی و په ١٩٨٩ کې ونړول شو. د براندنبرگ دروازه د ختیځ او لویدیځ برلین د وصل کیدو نقطه ده.

د برلین د براندنبرگ دروازه
د برلین د براندنبرگ دروازه

د برلین دیوال چې په ١٩٨٩ کې ونړید، یو شمیر برخې یې اوس د برلین په موزیم کې ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG