د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د هوايي ځواک اهمیت تر بل هر وخت ډېر شوی


د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي د اوکراین جګړې او د چین ډېرېدونکې ځواک غوښتنې د نړیوالې سولې ډاډ له منځه وړی او د هوايي ځواک اهمیت تر بل هر وخت زیات شوی دی.

بایډن دا څرګندونې دا اونۍ د کولوراډو ایالات کې د هوايي ځواک د اکاډمۍ د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.

هغه فارغېدونکو افسرانو ته په اشارې وویل: "کومې نړۍ ته چې تاسې داخلیږۍ یوازې د چټک بدلون په حال کې نه ده، بلکې د بدلون بهیر یې هم ډېرېږي. په اروپا کې د روسیې د وحشیانه یرغل څخه نیولې بیا د چین سره زموږ د رقابت او په دا منځ کې د ګڼو نورو ننګونو شاهدان یو."

هغه وویل چې د آسمان، چې اشاره یې د هوايي ځواک فعالیت ته وه، اهمیت تر بل هر وخت ډېر شوی دی. بایډن نویو فارغینو ته په وینا کې زیاته کړه: "موږ به پر تاسې باوري یو چې د هوايي او فضايي ځواکمنۍ مخکښي به مو خوندي کړئ او ټول ګډ ځواک به مو تر نورو پیاوړی وساتئ."

د امریکا د متحده ایالتونو د هوايي ځواک د اکاډمۍ مشر، جنرال ریچارډ کلارک وايي: "تاسې ته په ډاډ وایم چې دا فارغېدونکي کادرونه تر دې هم مهم دي. دوی زموږ د ملت هیله بخښونکي ځوان رهبران دي چې د دندې او ویاړ په احساس به زموږ د هوايي ځواکونو او ساتونکو مشري کوي."

دا کولوراډو د هوايي اکاډمۍ دا فارغېدونکی ټولګی د کرونا وبا په وخت کې پیل شوی او ځینې فارغېدونکي افسران وايي، د ټولګي د پیل او همدارنګه اوسني ناڅرګند حالت سره اشنا دي.

لیو هچ په ۱۹۷۰ کال ددغه پوهنتون څخه فارغ شو او د هوايي ځواک د یو اوپراتیفي "ریونز" ټولي غړی و چې د لاوس هیواد له پاسه یې عملیات کول. هغه وايي، د لاوس پایښت د امریکا پر هوايي ځواک تکیه و ځکه د ریونز ټولی هلته وه. نوموړی وايي: "موږ هلته پرځمکه د لاوس د ځواکونو ملاتړ او د دوی د هوايي بریدونو لارښوونه کوله. او دا هغه څه دي چې تر نن ورځې پورې تر ډېره صدق کوي. په افغانستان کې همداسې کېدل او دغه راز په اوکراین کې."

د هچ په خبره، د جګړې لپاره د هوايي حریم او د هوا له لارې د اکمالاتو قابلیت لرل خورا مهم دي.

دغه پروګرام چې هچ یې غړیتوب درلود، د ۱۹۸۰ لسیزې ترنیمايي دوام وکړ او په هکله یې ډېر کم معلومات پاته دي. د هچ د اټکل له مخې، دده د نهو ټولګیوالو څخه یوازې پنځو تنو یې یاداښتونه لیکلي او د دوی د ټولي ۲۲ غړي په جګړه کې وژل شویدي.

کله چې امریکا غږ د نوموړي څخه وپوښتل چې آیا بیا به هغه ډول ماموریت وکړي، نوموړي وویل: "اوه، د زړه په رپ (درزا) کې. سره له دې چې ما هلته ډېر ملګري وبایلل، دا زما لپاره د ژوند د ترټولو په زړه پورې کارونو څخه و. او زه فکر کوم چې د یوه نارینه لپاره، ټول رېونز به همدا درته ووايي."

XS
SM
MD
LG